لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بالیووډ ښکلې اداکاره سونالي بندري د خپلو دردمنو شیبو کیسې کوي


د هند پخوانۍ سینمایي اداکاره، سونالي بندري چې یو وخت یې ښکلا او ادا د ډیرو فلم لیدونکو زړه وړی و، نن سبا سختې شیبې تیروي، خو وایي چې له کینسر سره به مقابله کوي.

سونالي بندري، په انسټاگرام او ټویټر کې د خپل یو تازه تصویر په خپرولو سره ویلي چې په تیرو څو میاشتو کې یې دردمنې ورځې، له ښو ورځو ډیرې وې، او داسې له درده ډکې ورځې یې هم تیرې کړي چې آن د یوې گوتې خوځول هم ورته له کړاوه ډک و. سونالي بندري سږکال د جولای په میاشت کې اعلان وکړ چې په کینسر اخته شوې او له دې امله په امریکا کې تر درملنې لاندې ده.

هغه زیاتوي چې کله کله یې د بدن رنځ دومره زیات شي چې ذهن او احساسات یې لا کړاو تیروي او حتی خندا کول یې هم خوږوي. خو سونالي وایي چې له کینسر سره مقابلې کې یې خپله حوصله نه ده بایللې. سونالي زیاتوي چې ژوند خوږې او ترخې شیبې لري، او باید په یاد وساتل شي چې له بدو ورځو خلاصون نشته.

سونالي بندري د دې ترڅنگ چې د خپلو رنځونو کیسې یې بیانې کړي، دا یې هم ویلي چې نه ارزي د همیشنۍ خوشحالۍ دپاره پر ځان باندې فشار راوړل شي، او نه هم په کار ده چې په دروغو خلکو ته ځان خوشحاله وښودل شي.

د بالیووډ دغه ۴٣ کلنه ستورې وایي چې د کینسر درملنه یې لا دوام لري، خو دا اوس هم د خپل له ژونده زده کړه کوي.

سونالي وایي په وروستیو میاشتو کې یې خوشحاله ورځې تر دردمنو ورځو کمې وې
سونالي وایي په وروستیو میاشتو کې یې خوشحاله ورځې تر دردمنو ورځو کمې وې

د سونالي د مینه والو غبرگونونه

سونالي بندري پر انسټاگرام باندې د خپل نوی پیغام او نوی تصویر، نن د نهې په ورځ خپور کړ، او تر دې دمه له درې لاکهو زیاتو کسانو هغه خوښ کړی او اته نیم زره کسانو پرې کامنټونه لیکلي دي.

په دې کې د هند د سینما پیژندل شویو ستورو هم ورته پیغامونه پرې ایښي او کوښښ یې کړی چې د هغې حوصله افزایي وکړي. هغو له کینسر سره د سونالي بندري د مقابلې او قوت ډیره ستاینه کړې ده.

د بالیووډ پخوانۍ اداکارې، توینکل کهنه لیکلي: «تا پخپل قوت، زما په گډون گڼ شمیر کسان متاثره کړي دي.»

د بالیووډ بل تکړه او مشهوره اداکار، انوپم کهیر هم د سونالي لیدو ته ورغلی او بیا یې ورسره تصویر ایستلی دی. په دې تصویر کې، معلومیږي چې د سونالي اوږده ویښتان د کینسر د درملنې له کبله نور نشته. انوپم دې ټکي ته په اشارې سره په ټوکو لیکلي: «خدای بس یو څو سم سرونه جوړ کړل، نور یې په ویښتانو وپوښل.»

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG