لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سویلي کوریا د کرونا وایرس د ممکنه دویمې څپې خبرداری ورکړی


ډیری نوي قضیې یو 29 کلن سړی سره تړل شوي چې د کرونا د مثبت معاینه نه دمخه درې د شپې کلبونو ته تللی ؤ.
ډیری نوي قضیې یو 29 کلن سړی سره تړل شوي چې د کرونا د مثبت معاینه نه دمخه درې د شپې کلبونو ته تللی ؤ.

سویلي کوریا د اتوار- یکشنبې په ورځ دکویډ-19 د ممکنه دویمې څپې په اړه خبرداری ورکړی دی.

په تیرې یو میاشتې کې د نوي مثبتو پېښو شمېر د ټولو زیات کچه وروسته د سویلي کوریا صدر مون جای ان د اتوار په ورځخپل ملت ته وویل:”د ختم نه دی ترڅو چې دا ختم نشي“.

په پېښو کې زیاتوالی په داسې حال کې مخې ته راغلی چې سویلي کوریا د وبا ضد اخستل شوي ځینې بندیزونه په شمول د شپې کلبونه او بارونه پرانستل پیل کړي.

سویلي کوریا پس د هغې چې د کرونا نوې کیسونه د هغه خلکو سره تړاو لري چې تیره اونۍ د شپې کلبونه ته تللي وو په پایه تخت سيول کې 2،100 نه ډیر د شپې کلبونه او بارونه وتړل.​ ډیری نوي قضیې یو 29 کلن سړی سره تړل شوي چې د کرونا د مثبت معاینه نه دمخه درې د شپې کلبونو ته تللی ؤ.

ټاکل شوې وه چې په سویلي کوریا کې سکولونه پدې اونۍ کې بیا پرانستل شي ، خو دا ممکنه د نوې پیښو وروسته وځنډول شي.

چین کې هم د اتوار په ورځ څوارلس نوي پېښی مخې ته راغلي دي.دا په تیرو لسو ورځو کې اول ځل دی چې په چین کې د لسو نه زیاتې پېښې رپورټ شوي دي.

جرمنی چې تیره هفته یې د ټولنیز فاصلو کې نرمښت پیل کړیپه سیمه ایز ډول نوي پیښې رپورټ شويپه ځانګړي توګه په نرسینګ هومز او قصاب خانو کې.

سپین ، فرانس او امریکا د هغو هیوادونو نه دي چې ورو ورو د خپل اقتصاد برخې بیا پرانیزي.

په ټوله نړۍ کېد کرونا وایرس تایید شوي قضیو شمېر څلور میلینه نه اوښتی دی. د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو تر مخه د نړۍ په کچه د مړو شمېر شاوخوادوه لکه اتیا زره دی.

امریکا د وایرس له امله شوي پیښو او د مړینې په شمېرو کې په نړۍ کې د ټولو وړاندی دی.

په امریکا کې له دې ناروغۍ د مړو شمېر اتیا زره ته نیژدې شوی او په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر دیارلس لکه څلوېښت زره اوښتی دی.

د امریکا پخواني صدر بارک اوباما د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ د کرونا وایرس وبااداره کولو په اړه ویلي: " یو مطلق ګډوډي ناورین دی."

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG