لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپين : دريل گاډي داوړيدو پيښه کې ٧٨ کسان مړۀ،١٤٠ ژوبل


په سپين کې دچارواکو وينا ده چې دهيواد شمال لويديزه سيمه گليريا کې دمسافرو دريل گاډي په يوه پيښه کې ٧٨ کسان وژل شوي اؤ ١٤٠ نور ژوبل شوي دي.
چارواکي وائي دريل گاډي دتباه شوؤ ډبو څخه دژوبل کسان دراويستو لپاره امدادي هلې ځلې روانې دي.
چارواکي وائي دغه پيښه دشورو په شپه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دميډرډ څخه فيرول ته دتلونکي ريل گاډي ١٣ واړه ډبې په لويديز ښار سانتياگوډي کم پاسټو کې دپاټلۍ څخه وخوئيدې اؤ واوړيدې.
سرچينې وائي دپيښې ښکار شوي ريل گاډي په سيمه کې په ممکنه توگه دمقرر رفتار دحد څخه په تيز رفتار کې سفر کولو.
دپيښې ښکار يو مسافر يو مقامي ريډيو ته وئيلي دي چې ټرين ډير په تيزرفتار سره سفر کولو اؤ په يو موړ داسې محسوسه شوه چې هغه اوس رو، رو دقابو څخه بهر کيږي.
وئيل کيږي په سپين کې په تيرو ٤٠ؤ کلونو کې دغه دريل گاډي تر ټولو خونړۍ پيښه وه چې پکې په دومره لويه پيمانه مرگ ژوبله رامينځته شوې ده.
عيني شاهدان وائي هغوي يوه زورداره چاؤدنه واوريده چې ورسره سم ټرين دپاټلۍ څخه څو ميټره لرې پريوتو.
دعينو شاهدانو وينا ده گڼ شمير خلک دټرين دتباه شوې ملبې لاندې گير شوي.
دسپين حکومت دپاټلۍ څخه دټرين دلرې کيدو دغه پيښه اتفاقي حادثه گرځولې ده.
دنورو خلکو راويستو اؤ داغيزمن شوي ټرين دملبې لرې کولو لپاره امدادي کارروائيو کې د٣٠٠ؤ څخه زيات پوليس هم برخه اخلي.
دگاليسيا هائيکورټ وياند وائي دپيښې دځايې څخه امدادي کارکوونکو تر دې مهاله ٧٣ مړي راويستي اؤ په هسپتال کې دنورو دريوؤ کسانو دمړينې له امله پيښه کې دوژل شوؤ کسانو شميره ٧٧ؤ ته رسيدلې.
هسپانوي وزيراعظم مرانيو راخوئي دپيښې دځايې ددورې کولو وروستو دکابينې يوه مهمه غونډه راغوښتې.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG