د یورپ د امنیت او همکارۍ تنظیم (او ایس سي اي) غړو هیوادونو او ددې تنظیم اېشیایي متحدینو د اسټریا په مرکز ویانا کې یوه غونډه کړې چې پکې تعلیم، علاج او کار ته د افغان مېرمنو او نجونو د لاسرسي په برخه کې د خطرونو او د سیمې پر امنیت ددغو خطرونو د اغېزو په اړه خبرې شوې دي.
او ایس سي اي د جون په درېیمه په خپل رپوټ کې ویلي، دغه تنظیم په فعاله ډول د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو ملاتړ کوي او د ښځو د حقونو په ځانګړي ډول تعلیم او کار په اړه د هغوی اقداماتو ته یې پام کړی دی.
رپوټ وایي په غونډه کې د امنیت لپاره د دې تنظیم هراړخیز دریځ او د جنسیت د برابرۍ عزم تکرار کړی شوی چې وایي په هغه کې پر دوامداره نړیوال ملاتړ او همکارۍ باندې ټینګار وشو.
د رپوټ له مخې د غونډې ګډونوالو هغه شدید چېلنجونو په ګوته کړي چې افغان مېرمنې د زدکړو، روغتیايي خدمتونو او کار ته د لاسرسي په برخو کې ورسره مخ دي او د سیمې پر امنیت باندې ددغو چېلنجونو د اغېزو په اړه یې خبرې کړې دي:
"وینا کوونکو د افغان میرمنو د پیاوړتیا او د جنسي برابرۍ د ودې لپاره د نړیوالو هڅو ارزښت په ګوته کړ او په دې برخه کې یې تلپاتی پرمختګ او سوله د مهمو اجزاوو په توګه یاد کړل".
د یورپ د امنیت او همکارۍ تنظیم ویلي، ددې غونډې ګډونوالو افغان مېرمنو او نجونو ته د ملاتړ د برابرولو لپاره له نړیوالې ټولنې د اقداماتو او دوامداره پیوستون غوښتنه وکړه.
په دې رپوټ کې ویل شوي، "د ښو عملي تګلارو په شریکولو او د ګډو هڅو په پیاوړي کېدو د یورپ د امنیت او همکارۍ تنظیم او ددغه تنظیم نور همکاران ټولو ته د یو ښه، روښانه او لا زیات مساوي مستقبل د پالنې لپاره مرسته کولی شي".
طالبانو د 2021م کال په اګست کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته پرله پسې پر ښځو او نجونو بندیزونه لګولي دي چې د افغانانو په ګډون د نړیوالې ټولنې له سخت مخالفت سره مخ شوي او د دوی د حکومت د رسمیت پېژندنې مخه یې نیولې ده.
طالبانو نه یواځې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو بندیز لګولی، بلکې په پوهنتونونو کې یې هم له تعلیمه منع کړې دي او د ملګرو ملتونو، حکومتي او په غیرحکومتي ادارو کې یې هم د ښځو پر کار باندې بندیز لګولی دی.
د طالبانو حکومت لا د او ایس سي اي رپوټ ته څه جواب نه دی ویلی، خو د نړیوالو ادارو دغسې رپوټونه یې تل په کلکه رد کړي او ویلي یې دي چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو خوندیتوب ته ژمن دی.
Forum