لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنټګان ويلي يوه بله چينايي پوقڼۍ یا بالون په لاتيني امريکا کې ليدل شوې


واشنګټن- د امريکا د دفاع وزارت د جمعې په ورځ ويلي د چين يوه بله د څار کولو پوقنۍ یا بيلون د لاتيني امريکا د پاسه روانه ده.

دا د هغې بيلون یا پوقڼۍ نه دوه ورځې ورستو ليدلې شوې کومه يوه چې د امريکا د پاسه ليدلې شوې ده.

د پنټګان د هوايي ځواک پرېس سيکرټري بريګيډير جنرل پيټ رايډر په يو بيان کې ويلي چې “مونږه رپورټونه وينو چې يوه پوقڼۍ د لاتيني امريکا نه تېريږي. مونږ د دې جاج اخلو چې دا يو بل د څار چينايي بيلون دی”.

د جمعې په ورځ رايډر ويلي وو چې د امريکا د پاسه تېرېدونکې پوقڼۍ د څار د پاره دغلته تلې او دا د امريکا د فضايي حدونو او د نړيوال قوانينو خلاف ورزي ده. خو چين په دې ټينګار کړی چې دغه پوقڼۍ د موسمياتو د تحقيق د پاره تياره کړل شوې ده.

هغه وويل په دې هکله نور تفصيل ته تلل نه غواړي خو د امريکا د دفاع چارواکي خبر دي چې دا د څار کولو بيلون دی او په ډېرو زريعو مو خپله ناخوښي چين ته رسولې ده او امريکا د پوقڼۍ په الوت د نزدې نه نظر ساتي.

کارپوهان وايي داسې قسمه پوقڼۍ د 24,000 نه تر 36,000 ميټره پورې اوچته الوځي چې د عام کاروباري جهازونو او جنګي الوتکو د الوت ډېره اوچته وي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د جمعې په ورځ ناڅاپي له دې کبله چین ته خپل سفر وځنډاوه چې د امریکې په فضا کې د چین یوه جاسوسي پوقڼۍ ولیدل شوه.

ټاکل شوې وه چې بلینکن د روانې اوونۍ په اخر کې د چین پایتخت بیجینګ ته سفر وکړي، خو تر سفر څو ګنټې مخکې یې هغه وخت دا سفر وځنډاوه چې د چین د بهرنیو چارو وزارت د امریکې په فضا کې د خپلې پوقڼۍ د الوځولو خبره تایید کړه.

اینټني بلینکن د جمعې په ورځ د چین یوه اعلی سفارتکار وانګ یي ته په ټیلیفون وویل چې د امریکې په فضا کې څارونکې بيلون پرېښوول "د امریکې د خپلواکۍ او نړیوال قانون ښکاره سرغړونه" ده او دا یې یو "غیرذمه دارانه عمل" بللی دی.

بلينکن د جنوبي کوريا د بهرنيو چارو له وزير پارک جين سره ګډې خبري غونډې ته د وينا په مهال وويل، "چین ته زما د پلان شوي سفر په وخت [د بېجنګ] ددغه ګام اخیستلو پرېکړې هغو بنیادي خبرو اترو ته تاوان ورساوه چې موږ ورته تیار وو."

بلینکن زیاته کړه چې امریکا له چین سره په خبرو کې د برخې اخیستو ته اراده لري خو وایي اوس به هغه وخت بیجینګ ته بیا سفر کوي چې حالات برابر شي.

بېجینګ وایي دا "هوایي کښتۍ" ده چې د بادونو له امله یې لاره بدله کړې ده. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند له خوا په یو بیان کې ویل شوي:

"هوایي کښتۍ د چین ده. دا یوه سېول هوایي بېړۍ (پوقڼۍ) ده چې د څیړنې لپاره کارول کیږي، په ځانګړي توګه د هوا معلومولو د اهدافو لپاره."

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپل بیان کې د امریکا فضایي حدودو ته د خپلې هوایي بیړۍ په ننوتلو افسوس ښکاره کړی او وایي دا کار د انسان له کنټروله د وتلي ځواک په وجه شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG