لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایل پوځ : په وېسټ بېنک چاپو کې یې درې وسله وال وژلي

دغه چاپې یوه ورځ وروسته له هغه شوې چې یوه وسله وال د وېسټ بېنک په الفندق کلي کې په یو بس او په یو موټر ډزې وکړې چې درې کسان په کې ووژل شوو او اووه نور زخمیان شول.
دغه چاپې یوه ورځ وروسته له هغه شوې چې یوه وسله وال د وېسټ بېنک په الفندق کلي کې په یو بس او په یو موټر ډزې وکړې چې درې کسان په کې ووژل شوو او اووه نور زخمیان شول.

د اسرایل پوځ د نهې، سه شنبې په ورځ ویلي چې د اسرایل د قبضې لاندې په وېسټ بېنک کې یې عملیات کړي چې پکې درې وسله وال یې وژلي او 18 نور یې نیولي دي.

د اسرایل دفاعي ځواکونو ویلي، د تامون په کلي کې یې دوه وسله وال په هوایي برید کې هغه مهال ووژل، چې پر پوځیانو یې ډزې وکړې.

اسرايلي ځواكونو زیاته کړه چې په تلوزه کې يو بل وسله وال یې په نښته کې وژلی او د اسرايل یو پوځي زخمي شوی دی.

دغه چاپې یوه ورځ وروسته له هغه شوې چې یوه وسله وال د وېسټ بېنک په الفندق کلي کې په یو بس او په یو موټر ډزې وکړې چې درې کسان په کې ووژل شوو او اووه نور زخمیان شول.

د کال 2023 د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې وروسته په غزه کې د اسرایل او د حماس جنګ د شروع کېدو راهسې په وېسټ بېنک کې هم په تشدد کې اضافه شوې ده.

د صحت فلسطیني چارواکي وايي په غزه کې جنګ د شروع کېدو راهسې په وېسټ بېنک کې د اسرایلي ځواکونو په ډزو او د یهودي ابادکارانو د حملو دلاسه لږ تر لږه 818 فلسطینیان وژل شوي دي او فلسطینیانو په لسګونو اسرایلیان وژلي دي.

د کال 2023 د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې وروسته په غزه کې جګړه پیل شوې. د حماس په حمله کې وسله والو په اسرایل کې تر 1,200 پورې کسان ووژلو او تر 250 کسان یې یرغمال نیولي وو . وېل کېږي چې تر 100 پورې یرغمالان تر اوسه د حماس په قبضه کې دي، او په دغه کې دریمه برخه وژل شوي دي.

د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی چې په کې د غزه د صحت وزارت ترمخه لږ تر لږه 45,800 کسان وژل شوي دي. اسرایل وايي په غزه کې په زرګونو وسله وال هم وژل شوي دي.

امریکې، برطانيي، يورپين یونین او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

یادونه: د دې خبر ځېني معلومات د ای پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

Forum

XS
SM
MD
LG