لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سري لنکا وزیراعظم د موقتي صدر په حېث سوګند پورته کړو


د تصویر په ښي لاس د وېکرمه سنګی دی چې د موقتي صدر په څېث د سوګند پورته کولو وروسته چیف جسټس مشر ته سلامي ورکوي
د تصویر په ښي لاس د وېکرمه سنګی دی چې د موقتي صدر په څېث د سوګند پورته کولو وروسته چیف جسټس مشر ته سلامي ورکوي

د لنکا وزیراعظم رنیل وېکرمه سنګی د هېواد موقتي صدر په حېث سوګند پورته کړو او د پخواني صدر ګوتابایا راجاپکسا د ملک نه په وتلو د هغه مخالفینو خوشحالۍ وکړې.

د سري لنکا د پارلېمنټ سپيکر د جمعې په ورځ د راجاپکسا استعفا په رسمي ډول منظوره کړه او ویې وېل چې د نوي صدر انتخاب به د یوې هفتې دننه وکړی شي.

73 کلن راچاپکسا سنګاپور ته رسېدلی دی. د هغه مخالفینو په ملک کې د اقتصادي بحران په مهال د تېرې څه مودي راهسې احتجاجونه کول او د هغه د مستعفي کېدو غوښتنه یې کوله.

د اقتصادي بحران له امله په سري لنکا کې د تېلو، خوراک، دوایانو او د بنیادي ضرورت نورو شیانو قیمتونه او قلت یې زیات شوی دی. د ملک زر مبادله انتهايي کمه شوي او نشی کولی چې د بهر نه تېل او نور ضروري شیان درامد کړي.

په سرښار کولمبو کې د ګڼ شمېر خلکو د راجاپکسې په مستعفي کېدو د زیارت، پنجشنبې، په شپه خوشحالۍ شروع کړي وې چې د جمعې د سحر پورې یې دوام لرلو او د پخواني صدر لېرې کېدل یې "تاریخي شېبه" بلله.

د صدر د دفتره نه بهر راجمع شوو خلکو په خوشحالۍ کې روایتي خواږه وېشل.

احتجاج کوونکي یوډېت ایروش وویل که څه هم راجاپکسا په پارلېمنټ کې دروند اکثریت لرلو خو د ولس دپاره څه و نکړی شول، نااهله و او تلل ورته پکار وو.

د وي او ای د رپورټ ترمخه راجاپکسا او د هغه د کورنۍ غړو لکه د وزیراعظم او د خراني وزیر په شان په حکومت کې اهمې چوکۍ لرلې او د قامي بحټ 70 فیصد برخه یې په اختیار کې وه خو په اقتدار کې بې انتظامي یې د ملک د اقتصادي بحران ې سبب بلل کېږي.

د وي او ای رپورټ وایي د سري لنکا اقتصادي بحران د هغو خلکو دپاره د حېرانتیا خبره وه چې په پرمخته تلوونکو ملکونو کې یې سري لنکا تر ټولو کامیاب ملک بللو ځکه چې په هېواد کې د تعلیم کچه زیاته وه او د منځني طبقې خلک پکې ډیر وو.

د سري لنکا د پارلېمنټ غونډه د خالي، شنبې، په ورځ کېدونکي ده چې د نوي صدر د انتخاب عمل شروع کړي. نوی صدر به د راجاپکسا د صدارت باقي پاتې دوه کاله معېاد پوره کوي.

د پارلېمنټ سپیکر ماهیدا یپا وویل صدارتي انتخاب به په شفاف ډول کولی شي. هغه په ولس غږ وکړو چط د دغه جمهوري عمل ترسره کېدو دپاره "پرامنه فضا" برابر کړي.

د پارلېمنټ سپېکر د پرامنه فضا دغه خواست په داسې حال کې کړی چې په تېره یوه هفته کې د احتجاجونو په مهال مظاهره چیان د صدر او د وزیراعظم په دفترونو او کورونو یرغل کړی و.

موقتي صدر وېکرمه سنګی په یو بیان کې وویل د صدر اختیارات کمولو دپاره به د اییني اصلاحاتو عمل شروع کوي او د قانون عملداري به مضبوطوي.

وېکرمه سنګی د راجاپکسا کورنۍ سره نژدې ګڼل کېږي او احتجاج کونکي د هغه د مستعفي کېدو هم غوښتنه کوي.
وېکرمه سنګی ویلي وو چې د نوي حکومت جوړېدو وروسته به هغه اقتدار پرېږدي خو د ګوند یې ویلي چې هم هغه یې انتخاب دی.

د حزب اختلاف تر ټولو لوی ګوند غواړي چې مشر سجیت پرېماداسا یې د ملک صدر شي.

یادونه: د دې خبر معلومات نوي دلي نه د وي او ای خبریالې انجانا پاریشا د رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG