لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ايران صدر ابراهیم رېیسي او د بهرنيو چارو وزير د هيلي کاپټر غورځېدو په پېښه کې مړه شوي


Ebrahim Raisi
Ebrahim Raisi

د ايران سرکاري مطبوعاتو وويل، د ايران صدر ابراهيم رېيسي او بهرنيو چارو وزير حسېن امیر عبداللهيان او نور چارواکي د ګل/دوشنبې په ورځ په شمال ‏لويديځ کې د هيلي کاپټر د غورځېدو د پېښې په ځای کې مړه موندل شوي دي.‏

ویل شوي، د لټون عملې د ګل په ورځ د غورځېدلي هيلي کاپټر ملبه موندلې ده، ياد هيلي کاپټر چې صدر ابراهيم رېيسي، د بهرنيو چارو وزير او نور ‏چارواکي پکې سپاره وو، پرون د اتوار په ورځ د خراب موسم له امله د ايران د ختيځې يا شرقي صوبې ازربايجان د ورزقان علاقې سره نزدې غورځېدلی وو.‏

د ایران د سرکاري مطبوعاتو ترمخه، د ايران صدر د ازربايجان د صدر الهام علييف سره د ډېم د پروژې د پرانستې د دستورې وروسته په هیلي کاپټر کې ‏بيرته ستنېدو.‏ د ايران مطبوعاتو ویلي، ياد هيلي کاپټر يو د هغو درېو څخه وو چې د دستورې څخه یې بيرته چارواکي راوړل.‏

‏له دې وړاندې نن سهار د ايران سرکاري مطبوعاتو خبر ورکړی وو، د ايراني صدر ابراهيم رېيسي د غورځيدلي هيلي کاپټر ځای معلوم کړل شوی، او د ‏پېښې په ځای "د ژوند کومې ‏نخښې نه دي ليدل شوي"، اې پي خبري ادارې دغه خبر ورکړی وو.‏

د ايراني صدر هيلي کاپټر چې د بهرنيو چارو وزير او نور ورسره پکې سپاره وو، پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ د ايران شمال لويديځ کې غرييزه سیمه کې ‏‏غورځېدلی وو.‏ د ايراني هلال احمر/رېډ کرېسنټ سوسايټۍ مشر پير حسېن کوليوند سرکاري مطبوعاتو ته ويلي وو، نن سهار د نمر راختلو سره ژغورونکو د دوو ‏کلومیټرو فاصلې څخه ‏هيلي کاپټر ليدلی، خو هغه نور جزيات نه دي شريک کړي.‏

د اې پي د خبر ترمخه، نن د ګل/ دوشنبې په سهار د ترکي چارواکو هغه ډرون ويډيو يا فوټېج خپاره کړي، چې پکې په ځنګل کې اور ليدل کيږي او شک ‏‏څرګند کړل شوی چې دغه د غورځېدلي هيلي کاپټر ملبه ده. ‏
ياده علاقه د اذربايجان او ايران پولې سره خواوشا ‏‎20‎‏ کلوميټره لرې غرييزه علاقه ده.‏ نن سهار د ايران سرکاري خبري ادارې ارنا ويډيو خپره کړې، او په غره کې ښکاره کړل شوی دغه ځای یې د هيلي کاپټر د غورځېدو د پېښې ځای ياد کړی ‏‏وو.‏ ويل شوي وو پوځيانو په ځاي ازري ژبه کې ويلي، "دغه ځای یې موندلی دی".‏
له دغې لږه شېبه وروسته د ايران سرکاري ټي وي خبر ورکړی، "په (هيلي کاپټر) کې د سپرو خلکو د ژوند کومې نخښې نه دي ليدل شوي".‏

له دې وړاندې د ایران چاوراکو ويلي وو، د ايراني صدر ابراهيم رېيسي د نسکور شوي هيلي کاپټر دپاره د لټون عملیاتو تر ګل/ دوشنبې تر سهار غځول ‏‏شوي وو.‏ د ايران سرکاري مطبوعاتو د اتوار/ يکشنبې په ورځ ويلي وو، هیلي کاپټر د اذربايجان شرقي صوبې د ورزقان سیمې ته څېرمه د ايران په ختيځ کې د خراب ‏موسم له امله ‏نسکور شوی وو.‏

ويل شوي، په هيلي کاپټر کې صدر ابراهيم رېيسي، د بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبداللهيان، او نور دوه چارواکي - د ایران د اذربایجان شرقي ګورنر ‏او د تبریز د جمعې امام - د اذربايجان-ایران له پولې څخه تبرېز ته ستنېدل، چرته ‏چې دوی د اذربايجان د صدر الهام علييف سره ليدلي او د يو ډېم پرانسته ‏یې کړې وه.‏
علييف په اېکس (پخواني ټويټر) ویلي، هغه د رېيسي د هيلي کاپټر په نسکورېدو سخت خفه دی، د دعاګانو او مرستو یې ويلي وو.‏

د ایران سرکاري ټي وي د هيلي کاپټر د ژغورنې دپاره ورغلو عکسونه خپاره کړي وو چې په تياره او باران کې په غرييزو سيمو کې د نسکور شوي هيلي ‏‏کاپټر د ځای موندلو هڅه کوي، خو د رېيسي، امير عبداللهيان او نورو چارواکو په اړه څه نه وو ويل شوي.‏
د بحران د انتظام دپاره يورپي کمشنر جېنز لينارسک په اېکس ويلي وو، د ايران د مرستې د غوښتنې په ځواب کې یې د سيټلايټ د نقشې د ټکنالوجۍ ‏‏بېړني انتظام کوپرنيکس فعاله کړی دی.‏ د ايران ايين يا اساسي قانون وايي، که صدر مړ کيږي او يا نااهله يا بې صلاحيته کيږي، مرستيال صدر به یې ځای نيسي څو پورې چې په ‏‎50‎‏ ورځو کې ‏‏نوی صدر نه وي ټاکل شوی، دا وخت د ايران مرستيال صدر محمد مخبر دی.‏

د ایران صدر د سپريم مشر ايت الله خامنه ای ماتحته دی د چا په لاس کې چې د ملک ټول چارې دي.‏
رېيسي د سخت دريځه خامنه ای د ځای ناستي په توګه ليدل کيږي، هغه په ‏‎2021‎‏ کې صدر منتخب شوی، د هغه مخالفين د انتخاباتو څخه ودرول شوي او ‏‏کم ووټونه یې ترلاسه کړي وو.‏

د وي او اې فارسۍ څانګې ترمخه، په ايران کې په مختلفو ځايونو کې په ټولنيزو رسنيو داسې عکسونه خپاره کړل شوي چې پکې د ايران د سخت اسلام ‏‏خوښي واکمن رېيسې په مړينه خوشالۍ شوي او اورونه بل کړل شوي دي.‏

په يوه ويډيو کې يوه مېرمن د اتش بازۍ د ځای پېژندګلو د جنوبي تهران کوي. يو بل تن ويلي د ايران په شمال ختيځ کردستان صوبه کې اتش بازي شوې ده.‏ ‏وي او اې په ازاده توګه د دغو ويډيوز تصديق نه شي کولی ځکه د ايران دننه د رپورټنګ يا خبر ورکولو څخه پرې بنديز دی.‏

له دې وړاندې د اتوار په ورځ د ايران په سرکاري ټي وي ښکاره کړل شوي وو، چې د حکومت پلويان په مختلفو ځايونو کې راټول شوي او د رېيسي په ‏‏خوندي توګه ستنېدو دپاره دعاګانې غواړي.‏ د ایران سرکاري خبري ادارې ارنا د خامنه ای د قوله ويلي، د ايران ولس بايد اندېښمن نه وي، د هيواد په چارو کې به هيڅ خنډ نه جوړيږي.‏‎
ارنا يو عکس هم خپور کړی چې پکې مرستيال صدر مخبر په مشرۍ د کابينې بېړنۍ غونډه کيږي او د هيلي کاپټر د غورځېدو د پېښې وروسته معاملاتو ‏‏جاج اخلي.‏

په جرمني کې مېشت ازاد ايراني خبریال او څيړونکي رضا طالبي د وي او اې فارسۍ ټي وي سره په مرکه کې ویلي، که رېيسي مړ شو، د ايران اسلامي ‏‏واکمن به یې شهيد ګرځوي چې هغه د بهرنيو دښمنانو اسرايل او امريکې د لوبې په پايله کې مړ شوی دی. خو د دې کوم ثبوت نشته.‏

د امريکې د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، دوی د ايراني هيلي کاپټر د غورځېدو پېښه د نزدې نه څاري او په دغه اړه یې د نور څه ويلو نه ډډه کړې ده.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG