لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سري لنکا کې د پر تشدد احتجاجونو وروسته بېړني حالات نافذ کړی شوي دي


 په زرګونو مظاهرچيان د وزيراعظم هاوس مخې ته راجمع شوو او د وزیراعظم وېکرام سنګې نه يې د استعفی غوښته کوله، پوليس د مظاهرينو د خورلو د پاره په هغوي ډنډې اورولې او د اوښکو بیونکي ګېسونه يې پرې استعمال کړل
په زرګونو مظاهرچيان د وزيراعظم هاوس مخې ته راجمع شوو او د وزیراعظم وېکرام سنګې نه يې د استعفی غوښته کوله، پوليس د مظاهرينو د خورلو د پاره په هغوي ډنډې اورولې او د اوښکو بیونکي ګېسونه يې پرې استعمال کړل

په سري لنکا کې د سیاسي او اقتصادي بحران په مهال د تشدد نه ډک احتجاجونه شوي دي، د قهرجنو مظاهره چیانو او د امنیتي ځواکونو جګړې شوي او په ملک کې بېړني حالات نافذ کړی شوي دي.

وزیراعظم رنیل وېکرمه سنګی د شورو، چهارشنبې، په ورځ بېړني حالات په داسې حال کې اعلان کړل چې پولیس د وزیرعظم په ودانۍ د یرغل کونکو مظاهره چیانو د خپرولو دپاره د اوښکو ګېس استعمال کړو او پوځي هېلې کاپټرونو د سرښار کولمبو په فضا کې پروازونه کول.

د احتجاجونو نه څو ګنټې مخکې صدر ګوتابایا راجاپکسا د مستعفي کېدو نه پس د خپلې مېرمن ترڅنګ د ملک نه ووتلو او د سري لنکا هوايي پوځ وویل مستعفي صدر مالديپ ته تللی دی.

د سري لنکا د پارلېمنټ سپيکر وویل راجاپکسا صدارتي اختیارات وزیراعظم وېکرمه سنګی ته سپارلي دي.

اې اېف پي خبري اداره د سري لنکا د وزيراعظم هاوس د ترجمان له خلې وايي چې تر څو صدر د ملک نه بهر وي تر هغې په اړي ګړي‌د قابو موندلو د پاره دا مهمه د ه چې په ملک کې اېمرجنسي يا بېړنی حالت په ځای شي.

د اېمرجنسۍ لګولو د اعلان سره سم په زرګونو مظاهرچيان د وزيراعظم هاوس مخې ته راجمع شوو او د وزیراعظم وېکرام سنګې نه يې د استعفی غوښته کوله، پوليس د مظاهرينو د خورلو د پاره په هغوي ډنډې اورولې او د اوښکو بیونکي ګېسونه يې پرې استعمال کړل.

اې اېف پي خبري اداره وايي‌ د سري لنکا صدر راجاپکسا د مظاهرينو سره وعده کړې وه چې نن يعني د شورو په ورځ به د خپلې څوکۍ نه استعفی ورکوي خو د خپلې وعدې پوره کولو نه وړاندې وړاندې د خپلې او دوه ساتونکو سره په يو پوځي جهاز کې ګاونډي ملک مالديپ ته وتښتېدلو.

د شورو په شپه صدر راجا پکسا عرب اماراتو ته د تلو هڅه کړې وه خو د اېميګرېشن چارواکو هغه په اېر پورټ حصار کړی و او بیا نزدې پوځي کېمپ ته لاړو. د ايميګرېشن چارواکي وايي صدر د سري لنکا د قانون مطابق د اېميګرېشن عمله نه شي نيولی او نه يې د خپلې فېصلې نه اړولی شي.

په سري لنکا کې د اقتصادي بحران لکبله له تېرو څو مياشتو راهسې د اولسي احتجاجونو لړۍ دوام لري. د اړي کړي په مهال تېره هفته د صدر په ماڼۍ خلکو يرغل هم کړی و.

بلخوا د سري لنکا وزيراعظم وکراما سېنګی د وړاندې نه د خپلې څوکۍ نه د استعفی ورکولو وړاندېز کړی،

د سري لنکا د قانون ترمخه که صدر او وزيراعظم دواړه استعفی ورکړي نو د پارليمان سپيکر به تر هغې قايم مقام صدر وي تر څو چې د بل صدر د پاره انتخابات نه وي شوي.

سپيکر وردنا څو ورځې وړاندې ويلي‌ وو چې په ۱۴مه جولای به د پارليمان غونډه کېږي ‌چې پکې به د نوي صدر د پاره انتخابات کېږي خو دا معلومه نه ده چې صدر راجاپکسا استعفی نه ده ورکړې نه د بل صدر د پاره به انتخابات د کوم قانون لاندې کېږي.

په سري لنکا کې د ګرانۍ کچه ۵۳٪ ته ختلې او مرکزي بېنک خبردارې ورکړې په راتلو څو مياشتو کې به ګراني ۷۰٪ ته اوچته شي چې د وړاندې نه ځپل شوی اقتصاد به ورسره نور هم زيان من شي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي، ای پي او رویټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG