لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قلعه عبدالله پښتون اسرار کاکړ د اکسفورډ یونین صدر ټاکل شوی دی


Israr Kakar
Israr Kakar

د بلوچستان د قلعه عبدالله سیمې یو پښتون زده کوونکی اسرار کاکړ د برتانیې د تاریخي تعلیمي درسګاه اکسفورډ پوهنتون د یونین صدر ټاکل شوی دی.

اسرار کاکړ دویم پښتون دی چې د اکسفوډ یونین د مشرۍ ویاړ ور په برخه شوی دی.

په کال 1977 کې بې نظیر بوټو ددغه یونین مشري کړې وه اؤ بیا د پېښور په ارمي پبلک سکول ترسره شوي ترهګریز برید کې ژوندي پاتې شوي پښتون طالبعلم احمد نواز د وړومبي پښتون اؤ د دویم پاکستاني په توګه د اکسفورډ پوهنتون د یونین مشري کړې وه.

اوس د بلوچستان د قلعه عبدالله اسرار کاکړ دویم پښتون دی چې د انتخاباتو له لارې د اکسفورډ یونین صدر ټاکل شوی دی.

اسرار کاکړ څوک دی؟

اسرار کاکړ د بلوچستان د پښتون میشتې سیمې قلعه عبدالله په یوه لرې پرته کلي واله سیمه کې زیږیدلی اؤ هغه پخپلو 13 وروڼو خویندو کې تر ټولو کشر دی.

ابتدایي زده کړې یې د خپل کلي د یو پرایمري سکول څخه کړي اؤ تر هغې وروسته یې په ایبټ اباد،لاهور، امریکا اؤ برتانیه کې له بیلا بیلو تعلیمي ادارو څخه زده کړې ترلاسه کړي دي.

اسرار کاکړ د ایبر ډین پوهنتون څخه د ایل ایل بي انر ډګري په امتیازي حیثیت کې ترلاسه کړې اؤ تر هغې وروسته د لندن لنکنز ان تعلیمي ادارې ته ننوتلو چې دغلته یې د بار ایټ لا زده کړې په سکالر شپ سرته رسولې دي.

دا مهال هغه د اکسفورډ پوهنتون د قانون په څانګه کې د ډي فل پروګرام زده کوونکی دی.

د اکسفورډ پوهنتون د یونین په صدر جوړېدو اسرار کاکړ بیلابیلو رسنیو ته ویلي چې د هغه ټاکنه د یو غیر معمولي نوعیت ده ځکه چې هغه د یوې وروسته پاتې سیمې وګړی دی خو وایي چې پخپل محنت اؤ خلکو په باور دغه ځای ته رسیدلی دی.

هغه ویلي چې د اکسفورډ یونین د لا پیاوړتیا اؤ د دې د ارزښت لوړولو لپاره به خپل سخت زیار ته دوام ورکوي.

د اکسفورډ یونین سرکاري اخبار ویلي چې ښاغلي اسرار کاکړ د یونین په انتخاباتو کې 617 اؤ مخالف کاندید یې ازي هوروکز 393 راي ترلاسه کړي دي.

په دې ټاکنو کې رچل حداد د لایبریرین، موسکالینکو د خزانچي اؤ سدهانت ناګرتهـ د سیکرټري څوکۍ ګټلې دي.

په 1823 کې جوړ شوی د اکسفورډ یونین شمیرد برتانیې د پوهنتونونو په زیاتو زړو یونینونو کې کیږي اؤ د برتانیې ملکه، د امریکې پخوانی صدر رونالډ ریګڼ اؤ مدر ټریسا هم ددې یونین مشره پاتې شوه ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG