لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړنه: د داعش او الشباب مواد په لېرې کولو کې فېس بک ناکامه شوی دی


فېس بک وویل ترهګرو ډلو ته د فېس بک د استعمالولو اجازت نه ورکوي او چې کله د داسې مواد په اړه معلومات ترلاسه کړي چې د ترهګر تنظيمونو ملاتړ یا ستاینه کوي هغه لېرې کړی شي او د دې دپاره د عربۍ، صومالي او د سواهیلي ژبې ماهرین ګمارلي دي
فېس بک وویل ترهګرو ډلو ته د فېس بک د استعمالولو اجازت نه ورکوي او چې کله د داسې مواد په اړه معلومات ترلاسه کړي چې د ترهګر تنظيمونو ملاتړ یا ستاینه کوي هغه لېرې کړی شي او د دې دپاره د عربۍ، صومالي او د سواهیلي ژبې ماهرین ګمارلي دي

په داسې حال کې چې کینیا د انتخاباتو تیاری کوي او د مشرقي افریقې سیمه د وسله والو د حملو د خطر دلاندې ده، د یوې څیړنې نتیجې څرګندوي چې فېس بک ناکامه شوي چې سيمې دپاره د داعش او د الشباب مواد لېرې کړي.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي د فېس بک د یو راز افشا کوونکو معلومات ښښي چې د دنیا په مخلتفو برخو کې فېس بک د حساسو او د نفرت نه ډک مواد په مخنيوي کې ناکامه شوی دی.

ای پي وايي د انسټېټیوټ فار سټرېټيجېک ډایلاګ نومې ادارې د دوو کلونو د خپلې مطالعې په بنیاد ویلي چې په مشرقي افریقا کې په سواهیلي، صومالیه او عربۍ ژبو کې په فېس بک داسې پوسټونه کيږي او شریکيږي چې پکې په جار د داعش او د الشبات ملاتړ کېږي.

د ای پي ترمخه د القاعده سره تړلې الشباب په افریقا کې تر ټولو خونړۍ ډله ده چې د خپل مرکز صومالیه نه لېرې په کینیا کې يې په ورستي کلونو کې یو شمېر حملې کړي دي.

د انسټېټیوټ فار سټرېټيجېک ډایلاګ په څېړنه کې داسې څه شواهد نه دي موندل شوي چې په فېس بک پوسټونه د حملو د منصوبه سازۍ سره تړلي و خو د مطالعې لیکوالان او د کینیا ماهرین خبرداری کوي چې په فېس بک د داسې ډول پوسټونو

د خپرېدو اجازت ورکول د اګست په میاشت کې د کينیا صدارتي انتخابات د خطر سره مخامخ کولی شي.
د انسټېټیوټ فار سټرېټيجېک ډایلاګ وايي د فېس بک ۴۴۵ داسې پروفایلونه یې موندلي چې ۱۷۰۰۰ پورې نور اکاونټونه یې ټېګ کړي دي او د داعش او الشباب سره تړلي دي.

په دغه اکاونټونو داسې بیانيه خپرول کېږي چې امریکا او کینیا د اسلام دښمنان دي په ځینو پوسټونو کې د الشباب د رسمي اکاونټ نه د کینیا د عسکرو د وژنې ستاینه کولی شي.

د انسټېټیوټ فار سټرېټيجېک ډایلاګ د مطالعي یو څېړونکي مصطفا ایاد وایي که فېس بک ځیني پاڼې لېرې هم کړي نو دغه پاڼې په نویو نومونو زر بیا جوړې کړی شي، چې د فېس بک د مصنوعي ذهانت او د ماډرېټرانو یا هغه کسان چې د فېس بک نيمګرتیا څرګندوي. ایاد وویل د رپورټ منصنفینو خپلې موندنې د فېس بک سره شریکې کړي دي او اراده لري چې د کینیا حکومت ته يې هم ورکړي.

فېس بک په یو بیان کې وویل یو شمېر پاڼې لېرې کړي او چې مکمل رپورټ ته رسايي ولري نو په دې اړه به تحقیقات کوي.
فېس بک وویل ترهګرو ډلو ته د فېس بک د استعمالولو اجازت نه ورکوي او چې کله د داسې مواد په اړه معلومات ترلاسه کړي چې د ترهګر تنظيمونو ملاتړ یا ستاینه کوي هغه لېرې کړی شي او د دې دپاره د عربۍ، صومالي او د سواهیلي ژبې ماهرین ګمارلي دي.

ناقدین د فېس بک د موادو د څارنې په معیار تشویش څرګندوي.

د رييل فېس بک اورسایټ بورډ نومې ادارې د نوي رپورټ په اړه وویل څنګه چې په هندوستان، امریکا، فلېپينز او مشرقي یورپ کې ولیدل شول چې د فېس بک د مواد په څارنه کې ناکامي او تندروه ډلو ته موادو شریکولو اجازت ورکول جمهوریت ته نقصان رسوي او خونړۍ نتېجې لري.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG