لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 اسرایلي امنیتي ځواکونو د داعش دوه مشکوک وسله وال نیولي


په یوه ورستۍ حمله کې د وژل شوي اسرایلي عسکر د جناز مراسم ترسره کېږي
په یوه ورستۍ حمله کې د وژل شوي اسرایلي عسکر د جناز مراسم ترسره کېږي

اسرایلي امنیتي ځواکونو د عرب شهریانو په 12 کورونو چاپې وهلي او د داعش وسله والې ډلې سره د اړیکو په شک کیې لږ تر لږه دوه کسان نیولي دي.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې تل ابیب نه د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپل رپورټ کې د اسرایلي مامورینو له قوله وویل امنیتي ځواکونو دغه عملیات پس له هغې کړي چې داعش په ورستیو ورځو کې په اسرایل کې د حملو ذمه واري په غاړه اخیستې ده.

د اسرایل په شمالي ښار الخضيره کې د امنیتي ځواکونو د چاپو نه څو ګنټي وړاندې اسرایلي وزیراعظم نفتالي بېنېټ په هېواد کې د ورستیو حملو په اړه چې پکې شپږ کسان وژل شوي دي، وویل ملک یې د "نوي صورتحال" سره مخامخ شوی دی چې سختو امنیتي اقداماتو ته ضرورت لري.

د ای پي ترمخه په شمالي اسرایل کې امنیتي ادارو 31 کورونه او ودانۍ ولټولې. دا د هغه مسلح حمله کوونکي علاقه ده د تېرې هفتې په اخیره کې یې په الخضيره ښار کې دوه پولیس وژلي او څلور کسان یې زخمیان کړي دي.

داعش د اتوار، یکشنبې، په ورځ د دغۍ حملې او یوه هفته وړاندې په جنوبي اسرایل کې په چاړه د هغې حملې ذمه واري منلې ده چې پکې څلور کسان وژل شوي دي. په دواړو حملو کې ککړ مسلح کسان وژل شوي دي.

اسرایلي مشرانو د وژنو غندنه کړې او دې خبرې ته یې اشاره کړې چې دغه حملې د روژې د شروع کېدو نه مخکې او په داسې موقع شوي چې ګل، دوشنبې، په ورځ د مصر، مراکش، بحرین، متحده عرب اماراتو، د امریکې او د اسرایل خارجه وزیرانو د اسرایل په النقب کې ملاقات وکړو.

ای پي ویلي دغو څلورو واړو ملکونو او امریکې په اسرایل کې د ورستیو وژنو غندنه کړې ده.


د ای پي ترمخه تېرکال د روژې په میاشت کې د اسرایلي پولیس او مسلمانانو د نښتو په نتیجه کې او اسرایل او حماس وسله والې ډلې ترمنځ جنګ شروع شوی و چې 11 ورځې یې دوام لرلو.

ای پي وویل حماس د ورستیو حملو ستاینه کړې او دا یې د اتلي عملیات بللي دي.

ای پي وايي د اسرایل دننه د داعش حملې ډېرې نه لیدل کېږي، زیاتره عملیات په شام او عراق کې کوي او په ورستیو ورځو کې یې د امنیتي ځواکونو په ضد حملې زیاتې کړې دي. د رپورټ ترمخه داعش اوس په خپله قبصه کې څه سیمه نه لري خو د وړو وړو ډلو په شکل کې عملیات ترسره کوي.

ای پي وویل داعش په اسرایلي امنیتي ځواکونو د حملو ذمه واري اخیستې او په افغانستان او په ځینو نورو ملکونو کې څانګې لري.

او که څه هم پاکستاني مامورین په رسمي ډول په خپل ملک کې د داعش د موجودګۍ تصدیق نه کوي خو دې ډلې په پاکستان کې د یو شمېر خونړیو حمله مسولیت منلی دی.

دا میاشت داعش په پېښور کې په یوه امام بارګاه د حملې ذمه واري ومنله. په حمله کې د 60 زیات کسان وژل شوي دي.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG