لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندهار: ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي


د افغانستان په جنوب کې پروت ښار کندهار کې ځانمرګی بريد شوی، لږ تر لږه درې کسان پکې وژل شوي او ‏‎12‎‏ نور ژوبل شوي دي.‏

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه ځانمرګی بريد نن د زيارت- پنجشنبې په سهار د کندهار د کابل بېنک ودانۍ مخې ته شوی دی چرته چې ګڼ شمېر خلک د تنخاګانو اخیستو لپاره را غونډ شوي وو.‏

افغان رسنيو په کندهار کې د طالبانو د پوليسو د وياند اسدالله مجيد له قوله ویلي، په بريد کې درې ملکي کسان وژل شوي او ‏‎12‎‏ نور ژوبل شوي دي.‏

ويل شوي په بريد کې ژوبل کسان روغتون ته منتقل کړل شوي او روغتيايي حالت یې د ډاډ وړ دی.‏

په سمدستي توګه د بريد ذمه واري چا نه ده منلې.‏

خو په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته کابل او د ملک په نورو ښارونو کې د چاودنو او بريدونو زیاتې زمه وارۍ داعش خراسان منلې دي.‏

په کندهار کې دا چاودنه په داسې وخت کې شوې چې د افغانستان او پاکستان اړيکې ترينګلې دي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG