لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې په يو تعلیمي مرکز کې ځانمرګی بريد 19 تنه وژلي، 27 کسان ژوبل دي


په سوشل میډیا شریک شویو تصویرانو او وډیوګانو کې لیدل کېږي چې زخمیان نژدې هسپتالونو ته منتقل کول شي
په سوشل میډیا شریک شویو تصویرانو او وډیوګانو کې لیدل کېږي چې زخمیان نژدې هسپتالونو ته منتقل کول شي

د کابل په دشت برچي سیمه کې په يو تعليمي مرکز کې د جمعې په ورځ ځانمرګی بريد وشو او د طالبانو د پوليسو وياند ترمخه په چاودنه کې 19 کسان وژل شوي او 27 نور کسان ژوبل شوي دي.

د تعلیي ادارې یو چارواکي د 27 کسانو د وژل کېدو او تر د 35 پورې کسانو د زخمي کېدو خبره کړې ده.

په کابل کې د طالبانو د پوليسو وياند خالد ځدران وي او اې ډيوه ته ويلي، "د کابل ولایت دیارلسمه حوزه کې د «کاج» په نامه ښوونیز کورس باندې چې د دوی د مسؤلینو له قوله، نن یې آزمایښتي کانکور امتحان درلود، ځانمرګی برید شوی چې له بده مرغه لومړني معلومات ښایی چې 19 تنه پکې وژل شوي او 27 ژوبل شوي دي".

له دې وړاندې د طالبانو د کورنيو چارو د وزارت وياند عبدالنافع ټکور په ټويټر وویل "د کابل ولایت دیارلسمه حوزه کې د «کاج» په نامه ښوونیز کورس باندې بربد شوی چې له بده مرغه مرګ-ژوبله لري".

عیني شاهدینو مقامي مطبوعاتو ته وویل چې د چاودنې په وخت د تعلیمي ادارې په کلاس روم یا کوټه کې 400 جینکۍ او هلکان ناست وو او د طالبانو د قواعدو سره سم ترمنځ یې پرده لګېدلې وه او په یونېورسټۍ کې د داخلې دپاره یې فرضي امتحان ورکوولو. شاهدینو په چاودنه کې د وژل شویو او زخمیانو شمېره د طالبانو د پولیس نه زیاته وښودله.

د کاج نومې تعلیمي ادارې یو چارواکي وي او ای ته د نوم نه څرګندولو په شرط وویل چې لږ تر لږه 25 زدکونکي وژل شوي او 35 نور کسان زخمیان شوي دي.

په کابل کې د جمعې د ورځ حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس داعش خراسان ډلې یو شمېر حملې منلي چې ځینې پکې په کابل کې هم شوي دي.

په سوشل میډیا شریک شویو تصویرانو او وډیوګانو کې لیدل کېږي چې زخمیان نژدې هسپتالونو ته منتقل کول شي.

دا بريد چې په کوم ځای کې شوی دغه د کابل دشت برچې سيمه کې اکثریت اوسېدونکي هزاه افغانان دي.

په ياده سيمه کې له دې وړاندې هم بريدونه او چاودنې شوي چې د زیاتو زمه واري پکې داعش خراسان ډلې منلې دي.

د افغانستان دپاره د امریکا سارژدافيرې کېرن ډېکر په ټويټر ويلي، په تعلیمي ادارې د برید په کله غندنه کوي او دغه بريد ته یې شرمناکه عمل ويلي دي.

د کابل په دشت برچي برخه کې د دې نه وړاندې هم چاودنې شوي دي. د سږ کال د اپرېل په میاشت کې د دشت برجي په دوو تعلیمي ادارو کې بم چاودنو شپږ کسان ووژل او تر شلو پورې نور کسان يې زخمیان کړل.

د طالبانو د واکمنېدو نه لږ وخت مخکې په دشت برجي کې د یو سکول سره نژدې یو شمېر بم چاودنو لږ تر لږه 85 کسان ووژل او تر دریو سوو پورې کسان یې زخمیان کړل. په وژل شویو کې زیاتره جینکۍ زدکونکي وې.


  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG