لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کابل کې د روسي سفارتخاني دوه کارکونکي په ځانمرګي حمله کې وژل شوي


اېسوسې اېټډ پرېس خبري ادارې د روس د دولتي خبري ادارې [ار ايي اې] له قوله ویلي، چې سرچينو ته ورته ویلي، چاودنه هغه وخت شوې چې د روس يو سفارتکار د سفارتخانې په دروازه بهر راوتلو او خلکو ته یې د ويزې دپاره غږ کولو
اېسوسې اېټډ پرېس خبري ادارې د روس د دولتي خبري ادارې [ار ايي اې] له قوله ویلي، چې سرچينو ته ورته ویلي، چاودنه هغه وخت شوې چې د روس يو سفارتکار د سفارتخانې په دروازه بهر راوتلو او خلکو ته یې د ويزې دپاره غږ کولو

د افغانستان سرښار کابل کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د روس د سفارتخانې دروازې سره نژدې ځانمرګي حمله کې د سفارتخاني د دوو کارکوونکو په شمول درې کسان وژل شوي دي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، د روس خارجه وزیر سرګی لاو رو وویل حمله کونکي په کابل کې د روسي سفارت د کونسلګرۍ د څانګې سره نژدې د ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد خلاص کړل.

د تاجک هم منصب سراج الدین مهرین سره د ملاقات په موقع لاو رو ویل د حملې وروسته په کابل کې د روسي سفارت حفاظتي اقدامات سخت کړی شوي دي. هغه امید څرګند کړو چې په حمله کې ککړو خلکو ته به زر تر زره سزا وکړی شي.

د روس حکومتي خبري ادارې ار ايي ای نووستي په ماسکو کې د خارجه وزارت له قوله وویل بم چاودنه په داسې وخت وشوه چې یو روسي سفارتکار د ودانۍ نه بهر ووتلو او هغو افغانانو نومونه اخیستل چې د ويزو اخیستلو دپاره په قطار کې ولاړ وو.

روسي خبري ادارې وویل په چاودنه کې افغانان هم زخمیان شوي دي خو د روسي سفارتکار په اړه څه معلومات لا مخې ته نه دي راغلي.

د طالبانو د حکومت د پوليسو وياند خالد ځدران د پېښې په اړه په ټويټر ويلي،"نن غرمه د کابل ښار اوومې حوزې اړوند د روسیې سفارت سره نزدې یو ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې دغلته په ګڼه ګوڼه کې ځان ته چاودنه ورکړي، خو خپلې موخې ته له رسېدو مخکې امنیتي ځواکونو په نښه کړی او چاودنه شوې ده"

د روس خارجه وزارت وویل په کابل کې روسي سفارت د افغانستان د خصوصي ځواکونو سره په شریکه د حملې په اړه تحقیقات شروع کړي دي.

په سمدستي توګه په کابل کې د ورستۍ حمله ذمه واري چا په غاړه نه ده اخیستې خو په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس داعش خراسان په کابل او د ملک په نورو برخو کې د یو شمېر حملو مسولیت منلی دی.

که څه هم یو ملک هم د طالبانو حکومت په رسمي ډول نه دی تسلیم کړی خو روس، چین، پاکستان، ایران، ترکی، قطر او متحده عرب اماراتو او ازبکستان په کابل کې خپلې سفارتخانې خلاصې ساتلې دي.

په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس امریکې او نورو مغربي ملکونو خپل سفارتونه د کابل نه دوحه، قطر، ته منتقل کړي دي.

د جمعې په ورځ د افغانستان په هرات ولايت کې په جومات کې چاودنه شوې او د طالبانو د ملاتړي ديني عالم مولانا مجيب الرحمان انصاري په ګډون پکې لږ تر لږه 18 تنه وژل شوي وو.

که څه هم د هرات د چاودنې ذمه واري لا کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو طالبانو یې پړه پر داعش خراسان ډلې ور اچولې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه پیغام کې ویلي، په تېرو څو ورځو کې یې د افغانستان په لویدیځ کې د داعش ډلې د وسلوالو خلاف عملیات کړي او د دې ډلې یو شمېر غړي یې وژلي دي.

ملګرو ملتونو، د اسلامي همکارۍ نړیوال تنظیم، امریکې، عرب امارات، ایران، پاکستان او افغان سیاستوالو په هرات کې چاودنه غندلې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG