د مغربي ملکونو د پوځي اتحاد نېټو د سرمشرانو غونډه د نهې، سه شنبې، په ورځ په واشنګټن کې شروع کېږي او د روس خلاف په جنګ کې ښکېل یوکرېن سره مرسته د غونډې په ترجیحاتو کې شاملې نقطه ګڼل کېږي.
توقعو ده چې د نېټو مشران به هغه منصوبې ته حتمې شکل ورکړي چې د یوکرېن پوځ سره د مختلفو ملکونو انفرادي مرستې په یو مربوط پروګرام کې رایوځای کړي.
دا توقعو هم کېږي چې مغربي ملکونه به یوکرېن سره مرستې زیاتې کړي او کییف سره به د ګوله بارودو، فضايي دفاع او د یوکرېني مشرانو د غوښتنو سره سم د نور امداد لوظونه هم وکړي.
په غونډه کې به په نېټو کې د یوکرېن د شمولیت په لارو چارو هم بحث کېږي.
د نهې، سه شنبې، په ورځ به د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د مېرمنو، امن او د تحفظ په موضوع د یوې ناستې کوربتوب کوي.
د نېټو سېکرېټري جنرل ینس سټالټنبرګ به د دفاعي صنعت د مشرانو او د نېټو د غړو ملکونو چارواکو سره ملاقات کوي او په دې اړه به هم خبرې اترې کوي چې دفاعي پېداوار څنګه زیات کړی شي، په خصوصي توګه په داسې حال کې چې د یوکرېن جنګ دوام لري.
دفاعي پېداوار زیاتول او وسلتونونه د وسلې او ګوله بارودو نه ډکول د ډير وخت راهسې د نېټو د اتحاديانو د توجه مرکز دی، په داسې حال کې چې د یوکرېن مرسته کوي او دا هم یقیني کول غواړي چې د خپلې دفاع دپاره د ضرورت سامان هم ولري.
ټآکل شوې ده چې د نهې، سه شنبې، په ورځ به د امریکې صدر جوبایډن د نېټو د جوړېدو ۷۵ کاله د پوره کېدو په مناسبت یوې خصوصي دستورې ته تقریر کوي.
Forum