لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې سپریم کورټ به د عامه امنیت دپاره د خطر وړ غیرقانوني خارجیانو د وېستل کېدو مخه نه نیسي


د مقدمې مرکز د کال ۲۰۲۱ د سېپټمبر د میاشت د ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکیورټي یا د کورني امنیت محکمې دا هدایت نامه وه چې ترڅو یو تن په ترهګرۍ او یا جاسوسۍ کې نه وي ککړ او یا امن عامه دپاره خطر نه وي باید چې ډيپورټ نه کړی شي
د مقدمې مرکز د کال ۲۰۲۱ د سېپټمبر د میاشت د ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکیورټي یا د کورني امنیت محکمې دا هدایت نامه وه چې ترڅو یو تن په ترهګرۍ او یا جاسوسۍ کې نه وي ککړ او یا امن عامه دپاره خطر نه وي باید چې ډيپورټ نه کړی شي

د امريکې سپریم کورټ د جمعې په ورځ وویل په امریکا کې په غیر قانوني توګه مېشته هغه غیر ملکي کسان چې د عامه امنیت دپاره خطر ګنل کېږي یا په پوله نیول شوي دي په ویستلو کې به يې د حکومت مخه نه نیسي.

عدالت په دې اړه د صدر جوبایډن د حکومت پالېسي یا تګلاره د ډیر وخت راهسې معطل کړې وه چې اوس به فعاله شي.

د سپریم کورټ ججانو د ځینو هغو ریاستونو چې حکومتونه یې د ريپبلېکن پارټۍ په لاسو کې دي د وفاقي حکومت د دې دریځ خلاف خواست مسترد کړو چې حکومت سره دومره مالي وسایل او افرادي قوت نشته چې په ملک کې موجود ټول ۱۱ مېلین غیرقانوني غیر ملکیان وباسي.

سپریم کورټ ته د خواست کونکو ریاستونو دریځ و چې د امیګرېشن په اړه د وفاقي حکومت قانون تقاضا کوي چې هغه غیر ملکي کسان دې هم ډیپورټ کړی شي چې هېڅ یا معمولي خطر هم راولاړولی شي.

د مقدمې مرکز د کال ۲۰۲۱ د سېپټمبر د میاشت د ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکیورټي یا د کورني امنیت محکمې دا هدایت نامه وه چې ترڅو یو تن په ترهګرۍ او یا جاسوسۍ کې نه وي ککړ او یا امن عامه دپاره خطر نه وي باید چې ډيپورټ نه کړی شي.

ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکیورټي دغه هدایت نامه بایډن د صدر جوړېدو او د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د تګ نه وروسته جاري کړی شوي وه.

د ډپارټمنټ او هوم لېنډ سیکیورټي په هدایت نامه کې د ټرمپ د حکومت وخت په هغه تګلاره کې ترمیم شوی و چې هر تن چې په غیر قانوني توګه په امریکا کې موجود دی پکار ده وویستل شي، که مجرمانه پس منظر لري او که نا؟

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG