لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن ته ګواښونه په ورکولو کې مشکوک تن اېف بي ايي وژلی


صدر بایډن د شورو، چهارشنبې، په ورځ د مغربي ریاستونو د سفر په مهال په نیو مېکسیکو کې او بیا یوټا ته تلونکی و
صدر بایډن د شورو، چهارشنبې، په ورځ د مغربي ریاستونو د سفر په مهال په نیو مېکسیکو کې او بیا یوټا ته تلونکی و

د امریکې تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي په یوټا ریاست کې هغه تن وژلی چې صدر جوبایډن ته يې په مبینه توګه ګواښونه ورکړي وو.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه، چارواکو ويلي کرېګ ډيلیوېو رابرټسن د شورو، چهارشنبې، په ورځ یوټا ته د بایډن د رسېدو نه څو ګنټې مخکې ووژل شو.

د اېف بي ايي د بیان ترمخه، د ادارې چارواکو د رابرټسن کور ته د هغه د ګرفتارۍ وارنټ وړلی و چې په دغه موقع ډزې وشوې او هغه په کې ووژل شو.

د عدالتي دستاوېزاتو ترمخه رابرټسن د ګل، دوشنبې، په ورځ په انټرنېټ یو پوسټ کې ویلي وو چې اورېدلي يې دي چې بایډن يوټا ته راروان دی نو هغه (رابرټسن) غواړي د خپل اېم ۲۴ رایفل نه دوړې وڅنډي او هغه لباس راوباسي چې پټ يې ساتي.

په یو بل پوسټ کې رابرټسن د بایډن پېش رو ډانلډ ټرمپ سره د خپل حمایت اظهار کوي او ځان اېم ای جي ای ټرمپر بلي چې اشاره يې د ټرمپ مېک امریکا ګرېټ اګېن نعرې ته ده. د نعرې مطلب دی چې امریکا بیا اعظم ملک جوړ کړئ.

د عدالت رېکارډ څرګندوي چې رابرټسن سنایپر رایفل یا د ښيښ مارانو ټوپک او ګڼ شمېر نورې وسلې او انسان پټ ساتونکی لباس یا د کېموفلاج جامې لري.

په عدالت کې په رابرټسن لګول شوي الزامات خفیه ساتل شوي دي خو د صدر په ضد ګواښونو ماده په کې هم شامله ده.
د ای پي د رپورټ ترمخه د یوټا د ریاستي عدالتي دستاوېزات ښښي چې رابرټسن د صدارتي وژنې ذکر هم کړی و او د نیویارک د مېنهېټن ضلعې سرکاري وکیل اېلوېن برېګ، د امریکې مشر سرکاري وکیل یا څارنوال مېرک ګارلېنډ ا د نیویارک مشر سرکاري وکیل لټېشیا جېمز په ضد يې هم ګواښونه کړي وو.

د عدالتي دستاوېزاتو ترمخه، د تېر کال د سېپټمبر په میاشت کې رابرټسن په فېس بک یو پوسټ کې لیکلي وو چې د یو یا دوو صدارتي وژنو وخت راغلی دی، اول جو بیا کاملا، چې اشاره يې دامریکې نایب صدرې کاملا هېرس ته ښکاري.
ای پي وايي د هغه ډزو په اړه نور تفصیل نه دی معلوم چې رابرټسن په کې وژل شوی دی او اېف بي ايي په دې لړ کې تحقیقات شروع کړي دي.

صدر بایډن د شورو، چهارشنبې، په ورځ د مغربي ریاستونو د سفر په مهال په نیو مېکسیکو کې او بیا یوټا ته تلونکی و.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG