د امریکې د ټېکسس ریاست په براونزېل ښار کې یو موټر په بس سټاپ په ولاړو کسانو ورغلی او اته کسان يې وژلي او ۱۰ نور یې زخمیان کړي دي.
په لومړني رپورټونو کې په پېښه کې د اووه کسانو د وژل کېدو خبره شوې وه.
د ځايي پولیسو تر مخه بس سټاپ د کډوالو د پناه ځای سره نژدې و او موټر پې په داسې حال کې ورغلی چې ځینې کسان په ځمکه ناست وو.
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه، د براونزوېل پولیس چارواکي مارټن سنډوال د اتوار، يکشنبې، په ماښام په پېښه کې د اتم تن د وژل کېدو تصدیق وکړو.
هغه وویل دا لا نه ده معلومه چې ایا پېښه حادثاتي وه او که موټر چلونکي قصداً خلک په موټر وهلي دي؟
په موقع موجودو کسانو د موټر ډرایور په داسې حال کې ونیولو او بیا پولیس ته حواله کړو چې د تښتېدلو کوښښ کولو.
پولیس ویلي د موټر ډرایور چې خپله هم زخمي شوی او لا په هسپتال کې و، هغه به ګرفتاروي او جېل ته به يې منتقل کوي.
په پېښه کې وژل شوي او زخمیان زیاتره د وېنزوېلا وو.
سندوال وویل د پېښې درې علتونه کېدلی شي، یو دا چې ډرایور په نشه کې و، بل دا چې پېښه حادثه وه او یا دا چې خلک قصداً په موټر وهل شوي دي.
عېني شاهدینو ویلي د موټر ډرایور په چوک د ټرېفېک په سرې رڼا یا رېډ لایټ خپل موټر هم نه و ودرولی.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي