لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان:د بدر سیمې د پرلتوالو اؤ انتظامیې تر منځ مذاکرات کامیاب شول



ځايي خلکو دا احتجاج وروسته له هغې پیل کړی ؤ چې وايي د پوځي عملیاتو پر مهال د دوی کورونه په ګولو او توپو ویشتل کیږي. بیا د احتجاج کونکو او پوځي چارواکو تر منځ خبرې پیل شوې
ځايي خلکو دا احتجاج وروسته له هغې پیل کړی ؤ چې وايي د پوځي عملیاتو پر مهال د دوی کورونه په ګولو او توپو ویشتل کیږي. بیا د احتجاج کونکو او پوځي چارواکو تر منځ خبرې پیل شوې

د خېبر پښتونخوا د ناکراره قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان په بدر سیمه کې په احتجاجي پرلت د بوختو ځايي خلکو اؤ انتظامیې تر منځ مذکرات کامیاب شوي چې له هغې وروسته د تېرې یوې اوونۍ راهسې روان احتجاجي پرلت ختم کړل شوی دی.

د سیمې مشران وایي دوي ته د حکومت له لوري په لیکلي بڼه د دوي د غوښتنو د منل کېدو باور ورکړل شوی دی.

ځايي خلکو دا احتجاج وروسته له هغې پیل کړی ؤ چې وايي د پوځي عملیاتو پر مهال د دوی کورونه په ګولو او توپو ویشتل کیږي. بیا د احتجاج کونکو او پوځي چارواکو تر منځ خبرې پیل شوې.

د سرویکۍ د تحصیل منتخب چیرمین شافیصل غازي ویلي وو دوی پوځي افسرانو ته درې غوښتنې وړاندې کړې دي: لومړی، د امنیت ټینګښت،دویم، د ډرون کیمرې بندیز، او درېیم، د وسله والو سره د نښتو پر مهال د ځایي خلکو د کورونو نه ویشتل.

امنیتي سرچینو ویلي، د احتجاج کوونکو غوښتنې یې اورېدلې او اعلا چارواکو ته یې وړاندې کړې وې.

وروستي راپورونه ښيي چې پرون نور اعلا چارواکي چې پکې د سروېکی تحصیل اسیسټنټ کمېشنر او په سیمه کې د پوځ لوړ پوړی افسر موجود وو د احتجاج کوونکو مذاکراتي کمېټۍ سره لیدلي دي او دوی ته یې په لیکلي بټه د پرلت کونکو د غوښتنو منلو باور ورکړی دی.

د بدر سیمې اوسېدونکي او د پرلت یو غړي سیف الله سیفي ډيوه ته وویل د دوی پرلت ته مذاکراتي کمیټۍ چې د علاقې په منتخب استازو او مشرانو مشتمله وه په لیکلي بڼه د غوښتنو دمنلو باور راوړو.

هغه وویل دغه کمیټې ته پوره واک ورکړل شوی و او په کاغذ پاڼه د پخواني سنېټر مولانا صالح شاه، د صوبايي پارلیمان غړي اصف مسېد او د قامي پارلیمان غړي زبیر وزیر چې د مذکراتي کمېټۍ غړي وو او د سروېکی تحصیل د انتظامیه مشر ای سي دستخطونه موجود دي چې تر هغې وروسته احتجاجي پرلت ختم کړل شو.

په دې اړه لا نوي مالومات نه دي راغلي، او د موبایل او انټرنیټ د نشتوالي له امله دې سیمې ته رسایي محدوده ده.

دا وضعیت وروسته له هغې رامنځته شوی ؤ چې په ۱۳ اګست د بدر مانتویې په سیمه کې نامالومه کسانو د پاکستان د پوځ په یوه مرکز برید وکړ. دپاکستان پوځ په دې برید کې د څلورو عسکرو وژل تایید کړي او د شپږو وسله والو د وژلو دعوه کړې وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG