لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سوات کې د ګوتم بد تاریخي مجسمه بیرته جوړه کړی شوې


په سوات کې د ګوتم بد مشهوره او پیژندلې مجسمه (بت) چې په کال ٢٠٠٧ کې طالبانو په بمونو الوځولې وه، د قدرتي ښکلا ډکې او غم ځپلې سوات وادۍ کې د روادارې او برداشت یوه نخښه ګڼل کیده. خو اوس د بدمت مذهب دغه تاریخي مجسمه بیا جوړه (مرمت) کړی شوې.

په کال ۲۰۰۷م کې په سوات کې د طالبانو واکمني وه. د طالبانو د لاسه د دغې مجسمې تباه کولو باندې د سېمې ځايي خلک د سخت خفګان سره مخ وو. خو اوس د دغه مجسمې بیا جوړیدو باندې ځايي خلک ډېر خوشاله دي.

په سوات کې د بدها ماهر ۷۹ کلن پرویش شاهین وايي: ٫٫ کله چې طالبانو دغه مجسمه ورانوله نو ما ته داسې احساس کیدو چې دوي د کانړي جوړه یوه مجسمه نه ده تباه کړې، دوي زما پلار وژلې. دا زما کلتور دې او دوي زما په کلتور، زما په تاریخ حمله کړی.٬٬

د سوات جهان اباد سیمې په یو غره کې دا مجسمه په ٧مې پېړۍ کې جوړه کړې شوې، په دغه مجسمه کې ګوتم بد په خپل مخصوص انداز کې ناست دی.

د فرانس خبري ادارې اې اېف پي په خپل یو رپورټ کې ویلي د اټلي حکومت په مرسته د ګوتم بد د مجسمې د مرمت کار په کال ٢٠١٢ کې پېل شوی وو. د نوې (تري ډي) ټېکنالوژۍ لیبارټرو کې د لېزر ټېکنالوژۍ او د مجسمې زړو عکسونو په مرسته د دغه بت نمونه تیاره کړې شوې وه.

سوات د بدمت مذهب منونکو لپاره د پېړیو پورې یو مقدس ځاېې وو. په دغه سیمه کې د بد متد ۱۰۰۰ نه زیات تاریخي ځایونه او د عبادت ځایونه شتون لري. د اټلي یوه ځانګړې ډله د ٦ لسیزو راهسې د دوي د بیا جوړولو (مرمت) او بحالې کار کوي.

د دغه ډلې سره کار کونکی د لرغونو اثارو یو ستر ماهر لوسه اوليویري د بدها مجسمې په اړه وایي: ٫٫ دا مجسمه ډېره مهمه ده ځکه چې دا په سوات کې د بد مت تر ټولو پخوانۍ نخښه وه او د بدمت منونکي هېوادونو لکه تهاي لېنډ، سویلي کوریا، چین، بهوټان او نورو هېوادونو مذهبي سیلګرو لپاره دا یو مقدس او مهم ځاېې دی.

د بدها د مجسمې د مرمت کار په کال ٢٠١٦ کې سر ته رسیدلی او د اټلي د حکومت لخوا پرې ۲.۵ ملینه یوروز سرمایه کاري شوې ده.

په سوات کې ګڼ شمیر خلک بدها د مذهبي زغم د ودې یوه وسیله ګڼي. او ځايي خلک او انتظامیه تمه لري د بدها د مجسمې مرمت سره به د سوات سیلګرۍ ته نوره وده ترلاسه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG