لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو په شام کې د ډزبندۍ غوښنه کړې


د شام لپاره د ملگرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډي مستورا د جمعې په ورځ په دغه هېواد کښې د سمدستي ډزبندۍ غوښتنه کړې.

دا وخت په شام کښې د صدر بشارالاسد عسکرو لخواه سرښار دمشق سره نږدې د غوطه سیمې په ختیځو برخو بې دریغه بمباري روانه ده، او د دغې په ځواب کې د یاغیانو لخواه په دمشق توغندي هم وریږي.
د شام لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډي مستورا لخوا خپور شوی یو د ملگرو ملتونو ویاندې په جنیوا کښې لوستلی. بیان وایي د استانه پروسې درې ضمانت کونکي هیوادونه روس، ایران او ترکي دې په بیړه راغونډ شي او شام کښې د جنگ جگړو څخه پاک خوندي ځایونه دې وټاکي.

د شامي یاغیانو په ولکه کښې غوطه سیمه باندې د شام هوایي پوځ، چې د روسیې مرسته ورسره ده نن په شپږمه ورځ هم بمباري کوله چې ترې نه د شپږو کسانو د مرگ ژوبلې راپورونه راغلي دي.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا به د جمعې په ورځ د پاکستان په وخت د شپې ١١ بجې د هغه قرارداد په مسوده رایه ورکوي په کومه کې چې د شام د ختیځې غوطه سیمه کې د یوې میاشتې ډز بندیز غوښتنه شوې.

ملگري ملتونه وايي، له دې ډزبندۍ سره به دوي جنگ ځپلې غوطه سیمې ته بشري او طبې مرستې ورسوي.

د زیارت په ورځ د سویډن او کویت لخواه په ملگرو ملتونو کښې د دغې قراداد په مسوده کښې د بدلون پر سر روس نیوکه کړې وه.

د ملگرو ملتونو لپاره د روس استازې وسیلي نبېنزیا د امنیت شورا غړو ته ویلي چې شورا ته پکار ده چې په هغو شرطونو موافقې ته ځان ورسوي کوم چې ممکن وي.

"د قرارداد وړاندې کونکي پدې پوهیږي چې شام کښې څوک ډزبندۍ ته تیار ندي. داسې یو وړاندیز مخکې نه هم پروت دی چې ټول شام کښې دې د یوې میاشتې لپاره ډز بنديز وشي. مونږ لیواله یو چې وگورو ډزبندۍ باندې موافقه کیدو لپاره به کوم ضمانتونه وړاندې کیږي خو له بده مرغه پدې اړه لا تراوسه مونږ څه ځواب ندی اوریدلې".

تیره ورځ امریکا په ختیځ غوطه د ایران او روس بمباري په سختو ټکو غندلې.

د امریکا خارجه وزارت ویاندې میرمن هېدر نوآرټ یوې خبري غونډې ته وویل، د دمشق په شا او خوا سیمو کښې د شامي واکمنو له لاسه د ۴٠٠ ملکي کسانو د مرگ ذمه وار روس دی.

میرمن نوارټ په دغه موقع وویل، " د روس د مرستې پرته دا تباهي او مرگونه به هېڅ کله هم نه وو شوي".
د امنیت شورا کښې د ډزبندۍ دې قراداد پاس کیدو لپاره نهه ووټونه په کار دي خو پدې شرط چې د شورا پنځه مستقل غړي دا ویټو(رد) هم نه کړي.

په امنیت شورا کښې د امریکا استازې میرمن کیلي کیوري وايي، روس د روانو حالاتو د حل لپاره د یوې غونډې غوښتنه کړې خو اراده یې د حل لار موندلو کښې د خنډونو اچول دي. میرمن کیوري وویل، "امریکا د دې قرارداد په اړه رایه ورکولو لپاره همدا اوس هم تیاره ده"

د شام پلازمېنې دمشق په خوا کښې پرته غوطه سیمه یواځنۍ داسې علاقه ده چې د حکومت د وسلوالو مخالفینو په واک کې ده.له وسله والو څخه ددې سیمې د پاکولو لپاره د روس په مرسته د شامي عسکرو په پوځي عملیاتو کښې په دې وروستیو کښې تندي راغلې.

د ملگرو ملتونو سرمنشي انټونیو گیټاریز له امنیت شورا څخه غوښتنه کړې چې د اوربند لپاره د وړاندې شوي قرارداد تاييد دې وکړي، په خاصه توگه د غوطه د سیمې د کلابند شويو څلور لکه وګړو سره د مرستې لپاره کوم چې بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.

  • 16x9 Image

    محمد عالمگیر

    محمد عالمګیر د ۲۰۰۶ راهسی وایس آف امېریکا سره د ملټي ميډیا خبریال،او د پروګرام واشنګټن ټو خېبر او بي بي شیرینه پروډوسر دی او د روانو چارو پروګرام هیلو وي او اې او سندرو پروګرام ټاپ ټین کوربه پاتی شوی. وي او اې محمد عالمګیر له په خپل کار ګولډ میډل جایزه هم ورکړی او هغه د ترهګرې،افغانستان، پاکستان او امریکا پشمول یو شمیر موضوعاتو باندی ملټي میډیا رپورټونه تياروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG