واشنګټن (وي او ای/روېټرز/ای اېف پي/ای پي) —
شام د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د اسرایل په هوايي بمبارۍ کې د سرښار دمشق سره نږدې یوه رهایشي ودانۍ لګېدلي او لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.
د شام حکومتي مطبوعاتو وویل اسرایلي هوايي حملې په کفرسوسه نومې سیمې کې شوي چې د امنیتي ادارو او د پوځ مرکزونه هم په کې موجود دي.
د اسرایل پوځ د حملو په اړه په سمدستي ډول څه نه دي وېلي خو په تېرو څو کلونو کې يې په شام کې ګڼ شمېر حملې کړي دي.
اسرایل په رسمي ډول په شام کې د حملو تصدیق نه کوي خو ویلي يې دي چې په شام کې د ایران حمایت یافته ځواکونو خلاف يې ګامونه پورته کړي دي.
د کال ۲۰۲۳ د فېبرورۍ په میاشت کې په کفرسوسه علاقه کې هوايي حمله کې ګڼ شمېر ایراني پوځي ماهرین ووژل شوو.
Forum