لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ادلب د یرغل ویره، دخوراک نړیوالې ادارې هنگامي تیاري شورو کړه


د خوراک نړیوالې ادارې ويلي دي د بدترو ورځو د راتلو نه د مخه یې په شام او ترکیه کې د خوراک زخیره جمع کړېده. د ادارې ویاند هرب ورهوسل وي او ای ته ويلي دي د اته نيم لکو وگړو د یوې اونۍ خوراک بندوبست یې وکړو.

" په ناگهاني حالاتو کې که بې شمېره خلق بې کوره شو نو په شمالي هما، ادليب، او په غریزه اليپو کې په عمومي حالاتو کې تقسیمیدونکې خوراک هم استعمالېدې شي، بله داچې نزدې د دوه لکو ماشومانو او ښځو د درې میاشتو خوراک هم شته دی"

ادلب د صدر بشار الاسد د متحرکه مخالفينو مظبوط مرکز دی او درې مېلنیه وگړي پکې اوسیږي. د جمعې په ورځ د ترکيه، ایران او روس مشران په تهران کې ويني، دويي به د شام په جگړه کې د نړیوالو طاقتونو د کردار او په ادلب کې په ډز بندۍ کې د ناکامۍ په سر خبرې کوي.

ملگرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې په ادلب د حملې په وجه خلق ترکیه پلو ته روانی دلی شي، د ملگرو ملتونو په خیال ددې خلقو سره بله لاره نه ده پاتې. په ترکیه کې د وړاندې څخه درې نيم میلین شامي کډوال پاتې کیږي او وايي نور کډوال نه شو ځایولی. کیدې شي ترکیه خپله پله وتړي.

د خوراک نړیوالې ادارې ډبلیو ایف پي تمامو ډلو ته اپيل کړی دی چې د بشري حقونو د کارکونکو او انسانيت خیال دې وساتي. اداره وايي د مرستندویه ادارو غړیو ته لاره ورکړئ چې حاجتمندو کورنیو ته هر ځای چې وي خوراک ورسیږي.

ادارې ويلي دي په شام کې د مرستو په سر بې کچه خرچه کیږي او د فرورۍ د میاشتې پورې د خرچو پوره کولو لپاره ورته ٢١١ مېلینه ډالره پکار دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG