لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شام/ سوریې کې جشنونه خو امریکا هڅې کوي چې د روان حالاتو نه داعش ګټه پورته نه کړي

په سوریه کې تقریبات، جشنونه او د نوي انتقالي حکومت اعلان که څه هم خوشبیني ته دوام ورکړې، خو د نړیوالو هڅې هم روانې دي چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې اوږدمهاله تاوتریخوالی او دښمنۍ د دې هیواد لپاره د ښه راتلونکي مخه ونه نیسي.

د امریکا چارواکو د نهې یا سه شنبې په ورځ هم خپلو هغه هڅو دوامداره ساتلي چې په دې ډاډ ترلاسه کړي چې اسلامي دولت یا داعش په څیر ترهګرې ډلې د دې روان حالاتو نه فایده پورته نه کړي.

هم په دې لړ کې په منځني ختیځ کې د امریکا د ځواکونو مهم کمانډرانو سوریې ته سفر وکړو چې، د سوریې ډیموکریټېک فورس غړو سره کتنه وکړي.

سېنټکام په خپل بیان کې ویلي، چې د امریکا د پوځ مشر جنرال مایکل ایرک کوریلا د هیواد په ختیځ کې د څو اډو دوره وکړه، "د ځواکونو د ساتنې د اقداماتو، د بدلیدونکي وضعیت په اړه یې معلومات ترلاسه کړل او د دې حالاتو نه داعش فایده وانخلي، په دې اړه یې هم خبري کړي دي.

کوریلا بیا عراق ته سفر وکړو او د عراق د وزیراعظم محمد شیعه السوډاني او همدارنګه د عراقي پوځي قوماندانانو سره یي ملاقاتونه وکړل.

کوریلا وویل، "موږ د داعش د تلپاتې ماتې لپاره ژمن یو او د خپلو شریکانو امنیت ته هم ژمن یو چې د سوریې په ګاونډ کې دي په شمول د عراق، اردن، لبنان او اسرایل."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم د نهې یا سه شنبې په ورځ په سوریه کې د پرمختګونو په اړه له خپلو اتحادیانو سره په ټیلیفون باندې خبري کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې بلینکن په اردن، متحده عربي اماراتو، قطر او مصر کې له خپلو سیالانو سره خبرې کړې دي.

د امریکا دا اقدامات په داسې حال کې مخې ته راغل دي چې د سوریې یاغیانو چې د اوږدې مودې راهیسې واکمن بشار الاسد حکومت یې رانسکور کړو او د نهې یا سه شنبې په ورځ یې یو انتقالي حکومت وټاکه چې د مارچ تر لومړۍ نیټې پورې به د هیواد واک اختیار سمبالوي.

په دمشق کې د باغیانو د مشرانو، د کابينې غړو او د پخواني حکومت د چارواکو د ملاقات وروسته محمد البشیر وویل هغه د نګران حکومت د مشرۍ دپاره غوره کړی شو.

بشیر د دې نه مخکې د شام په شمال مغربي علاقه کې د باغیانو د قبضې لاندې د یوې سیمې د انتظاميي مشر و خو په پراخه کچه په هېواد کې ډېر نه پېژندل کېږي.

بشیر وویل د دمشق غونډه نګران حکومت ته د ریاستي ادارو او دستاوېزاتو د انتقال په اړه وه.

بشیر د دوو بېرغونو مخې ته ولاړ و. یو شین، تور او سپین درې رنګه بېرغ و چې په ټوله خانه جنګۍ کې به د الاسد مخالفینو پورته کولو او بل سپين بېرغ و چې په توره سیاهۍ پې کلیمه لیکل شوې وه او په عمومي توګه يې په شام کې سني وسله وال پورته کوي.

د مشق په لارو کوڅو کې حالات معمول ته نږدې لیدل کېدل او په عامه ځایونو کې د مسلح کسانو په شمېره کې د پام وړ کمی لیدل کېدو.

د باغیانو سره نږدې سرچینو وویل کمانډرانو وسله والو ته حکم کړی چې ښارونو نه دې بهر شي او د حیات تحریر الشام، اېچ ټي اېس، پولیس او امنیتي ځواکونه دې وګمارل شي.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ د بشارالاسد حکومت د ختمېدو او د هغه په روس کې د پناه اخیستلو نه پس په وړمبي ځل بېنکونه او دوکانونه خلاص شوي وو.

د دمشق په سړکونو د موټرو حرکت بحال شوی و او کارکوونکو د ښار د یو چوک د مرمت کار بیا شروع کړی و. د صفایي عملې سړکونه پاکول.

خو په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي نخښې نښانې هم موجود وې. اسرایل د شام په پوځي مرکزونو حملې وکړې.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG