د شام د دفاع ورازت ویلي اسرایل د شورو، چهارشنبې، په ورځ د شام د حلب ښار په هوايي اډه حمله وکړه او ودانۍ ته يې نقصان ورسوولو خو څه جاني زیان نه دی شوی.
ای اېف پي خبري اداره وايي دا میاشت د حلب په هوايي اډه دا دویمه حمله وه.
ای اېف پي وايي د حلب هوايي اډه د شام دویمه لویه اډه ده او د فېبرورۍ په میاشت کې د شام او ترکي په یو شمېر برخو کې د زلزلې نه متاثره سیمو ته د امدادي پروازونو لویه لاره ده.
د شام د دفاع وزارت وویل "اسرایلي دښمن" سحر پېنځه منټه کم به څلور بجې د حلب په نړیوال هوايي ډګر هوايي حمله وکړه او هوايي اډې ته څه نقصان ورسوولو.
وزارت وویل په حمله کې یو شمېر مزایل استعمال شول.
د شام د ټرانسپورټ وزارت یو چارواکي سلېمان خلیل ای اېف پي ته وویل د ماهرین هوايي اډې ته د نقصان اندازه لګلوي.
د شام د انساني حقونو ډلې سیرین ابزروېټري فار هیومن رایټس وویل د حلب په هوايي اډه حمله کې د هوايي اډې په احاطه کې د ایران پلوه ځواکونو د وسلې ګودام په هدف شوی دی.
په برطانیه کې مېشته تنظیم وویل د وسلې ګودام په مکمله توهګه تباه شوی دی.
ای اېف پي وايي د مارچ په اوومه نېټه د حلب په هوايي اډه اسرایلي حمله کې درې کسان ووژل شوو او په هوايي اډه يې تګ راتګ معطل کړو چې په کې زلزله ځپلو سیمو دپاره د امدادي شیانو پروازونه هم شامل وو. هوايي اډه څو ورځې وروسته بیا پرانېستل شوه.
ای اېف پي وايي په 2011 کې په شام کې خانه جنګۍ د شروع کېدو نه پس اسرایل په ګاونډې ملک کې په سلګونو حملې کړي چې په کې د شام د پوځ او د شام ایران پلوه اتحادیانو او د حزب الله هدفونه شامل دي.
ای اېف پي وویل اسرایلي پوځ په انفرادي حملو تبصره نه کوي خو دا عزم یې کړی چې د هوايي حملو کېمپېن به جاري ساتي چې دا ډول ایران په شام کې خپل ځان مضبوط نه کړی شي.
د رپورټ ترمخه په تېرو څو کلونو کې اسرایل د شام د سرښار دمشق او د حلب په هوايي اډو یو شمېر حملې کړي دي.
تېره میاشت د دمشق په یوه رهایشي علاقه د اسرایل په هوايي حمله کې 15 کسان ووژل شوو. په دغه علاقه کې زیاتره د امنیتي ادارو د چارواکو کورونه دي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي