لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تایوان صدره وايي د امریکایانو ملاتړ يې ولس ته ډاډ ورکوي چې یوازي نه دي


د مېکارتي په مشرۍ کې د کانګرس د دولسو نه زیاتو غړو د شورو، چهارشنبې، په ورځ سای اينګ ون سره د کېلېفورنیا په رانلډ رېګن پرېزېډېنشل لایبرېرۍ یا کتابخانه کې ملاقات وکړو
د مېکارتي په مشرۍ کې د کانګرس د دولسو نه زیاتو غړو د شورو، چهارشنبې، په ورځ سای اينګ ون سره د کېلېفورنیا په رانلډ رېګن پرېزېډېنشل لایبرېرۍ یا کتابخانه کې ملاقات وکړو

په داسې حال کې چې چین سره د امریکې او د تایوان تاوتریخوالی زیات شوی، د امریکې د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا د ایوان نمایندګان سپیکر کېون مېکارتي او د کانګرس ځینو نورو غړو د تایوان صدرې سای اینګ ون سره په کېلېفورنیا کې ملاقات وکړو او د امریکې د ملاتړ ډاډ يې ورکړو.

د مېکارتي په مشرۍ کې د کانګرس د دولسو نه زیاتو غړو د شورو، چهارشنبې، په ورځ سای اينګ ون سره د کېلېفورنیا په رانلډ رېګن پرېزېډېنشل لایبرېرۍ یا کتابخانه کې ملاقات وکړو. کتابخانه د امریکې د څلوېښتم صدر رانلډ رېګن په یاد کې جوړې شوې ده.

په ملاقات کې مېکارتي لوظ وکړو چې په اېشیا کې د اقتصادي خودمختارۍ، جمهوریت، امن او ثبات دپاره به د تایوان سره همکاري کوي.

مېکارتي وویل نن د امریکې د حزب اختلاف ريپبلېکن او د واکمن ډیموکرېټک پارټۍ غړي په یو داسې ځای کی یو ځای شول چې د ازادۍ او د ژمنتیا علامت دی او نن چې د تایوان صدره "زمونږ سره ده نو دا تړون نور هم مضبوط شوی دی."

سای د کانګرس غړو سره د ملاقات نه خوشحاله وه. "دا متاثر کن او کلک ملاتړ د تایوان ولس ته ډاډ ورکوي چې یوازي نه دي."

د امریکې د بروکېنګز انسټېټیوشن د چین د چارو څېرونکي پېټرېشا کیم د سای سفر په مختلفو محاذونو د چین جارحیت ته جواب وبللو.

کېم وویل چین جارحیت نه یوازې په پوځي کچه بلکې په اقتصادي او په سفارتي کچه هم ګرندی شوی.

هغې زیاته کړه چې د امریکايي مشرانو فشار او خواهش هم دی چې د تاویوان په تنګي کې د چین د جارحیت مخه ونېسي او د تایوان ملاتړ زیات کړي.

سای د مرکزي امریکې د دورې نه ستنېدله چې په غیر رسمي ډول یې په کېلېفورنیا کې دمه وکړه.

د تایوان پلویان په هغه هوټل کې دننه جمع شوي وو چې سای په کې استوګنه وه او د چین حمایتیان د هوټل نه بهر ولاړ وو.

چینايي مامورین د سای دوره راپارونکی ګام بلي.

چین تېر کال تایوان ته د هاوس د ډېموکرېټک پارټۍ پخوانۍ سپېکرې نېنسي پلوسي د دورې هم مخالفت کړی و.

چین د تایوان ساحل سره نژدې پوځي مشقونه وکړل چې د پېلوسي دورې ته د چین جواب ښکارېدو.

څېړونکي کېم وویل داسې ښکاري چې د تېر اوړي په شان به دا ځل د چین عکس العمل ډېر سخت نه وي چې تایوان ته د پېلوسي د سفر وروسته يې د چرمارۍ مشقونه وکړل. کتنه به دا وي چې دا ځل چین څومره سخت عکس العمل څرګندوي او ځما په خیال دا خبره دې ته هم اړتیا لري چې مطبوعات د کېلېفورنیا د ملاقات خبرونه څنګه ورکوي

کېم وویل دا ځل به د چین ردعمل ځکه هم سخت نه وي چې د یورپین کمېشن صدره اورسوله وان ډر لېن، د فرانس صدر اېمېنول مېکران او د تایوان پخوانی صدر ما ايينګ جي د چین په سفر دي.

په داسې حال کې چې ميکارتي او د کانګرس نور غړي تایوان ته دا ډاډ ورکوي چې په واشنګټن کې يې ملګري شته، چین کوښښ کوي چې ځان د توازن پېدان کونکي قوت په شان پېښ کړي.

یادونه: د دې خبر معلومات لوس اېنجلس نه د وي او ای خبریال مایکل سولېون د رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG