د امریکې په اینده صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ خواهشمندو پېنځو امیدوارانو د شورو، چهارشنبې، په ورځ یې د فلورېډا ریاست په مایامي ښار کې په دریمه مباحثه کې شرکت وکړو.
پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ چې د ریپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ په خواهشمندو کې شامل دی، په مناظره کې یې بیا برخه وانخیستله او هم په مایامی کې یې جدا جلسه وکړه.
د کال 2024 د نومبر په میاشت کې کېدونکي صدارتي انتخاب کې د ریپبلېکن پارټۍ د ټېکټ په خواهشمندانو کې ټرمپ تراوسه د نورو امیدوارانو نه زیات مقبول ګڼل کېږي.
په ریاستي انتخاباتو کې د واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ نه ماتې وروسته، د ريپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ امیدوارانو د مباحثې په موقع د خپلې مایوسۍ اظهار وکړو.
د فلورېډا ریاست ګورنر ران ډي سېنټس وویل د ريپبلېکنز شېکستونو ستړی کړی دی.
د مباحثې نه مخکې هم د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ډي سېنټس کېمپېن وویل د ریپبلېکن پارټۍ امیداوارن د ټرمپ د حمایت په سبب په انتخاباتو کې د ماتي سره مخامخ کېږي چې په کې په کېنټکي ریاست کې د ګورنرۍ چوکۍ هم شامله ده. په کېنټکي کې د ريپبلېکن پارټۍ د ګورنرۍ امیدوار ډېنییل کېمرون د ډېموکرېټېک پارټۍ اېنډي بېشییر نه انتخابي مقابله وبېلله.
په اوهایو ریاست کې ریپبلېکنز د حمل ختمولو د ډېموکرېټس نه ووټونه وباېلل او د ورجېنیا ریاست د قانون ساز ایوان اکثریت ډیموکرېټس ترلاسه کړو.
د ریپبلېکنز په صدارتي مباحثه کې وېوېک راماسوامی د ټرمپ په ځای د ریپبلېکن پارټۍ د نېشنل کمېټۍ مشره ډونا مېک ډېنییل په ریاستې انتخاباتو کې د پارټۍ د کارکردګۍ ذمه واره وبلله.
راماسوامی وویل "مونږ نه بېلونکو پارټي جوړه شوې ده" او پکار ده چې په دې اړه په پارټې کې احتساب وشي.
ټرمپ د ار اېن سي د مشرۍ دپاره مېک ډېنییل په 2017 کې غوره کړې وه او د شورو، چهارشنبې، د ورځې د مباحثې انتظام هم ار اېن سي کړی و.
د ریپبلېکنز د وړمبۍ مباحثې راهسې د راماسوامی مقبولیت کم شوی دی او د شورو، چهارشنبې، په ورځ د مباحثې د شروع کېدو سره سم یې په نورو امیدوارانو تنقید شروع کړو.
راماسوامی چې یو کاروباري تن دی او د سیاست مخکې څه تجربه نه لري، په ډي سېنټس او د ملګرو ملتونو دپاره د امریکې په پخوانۍ سفیرې نېکي هېلې ټکونه شروع کړل.
راماسوامی وویل په سټیج د هغه سره موجود دوه نور امیدواران امریکا په یورپ کې په جنګ کې ښکېلولو غواړي.
د امریکې پخواني نایب ډېک چېني ته په اشاره راماسوامی وویل دا وخت په سټیج د چېني په شان دوه کسان ولاړ دي.
هېلي وویل په پیزار کې یې وسله ده.
د وډیو شریکولو دپاره په چينايي سوشل میډیا کمپنۍ ټېک ټاک د پابندۍ لګولو په اړه د بحث په مهال راماسوامی د هېلي د لور ذکر وکړو او ویې وېل هغې هم ټېک ټاک استعمال کړی دی. راماسوامی هېلي ته وویل چې اول خپل کورنۍ ته پام وکړه.
د دې په جواب کې هېلي راماسوامی ته وویل چې د هغې د لور په اړه خبره مه کوي.
که د مقبولیت په اړه د سروی شمېرو ته وکتل شي نو دا د راماسوامی اخیرۍ مباحثه کېدلی شي. هېلي به یې نه یادوي.
د ریپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ ترلاسه کولو په مقابله کې هېلي او ډي سېنټس د ټرمپ سنجیده حریفان ګڼل کېږي. د چین په معامله دواړو په یو بل نیوکې وکړې.
دواړو په یو بل الزام ولګولو چې د ګورنر په حېث یې ځانونه چینايي کمپنو ته نږدې کړي وو. هېلي د ساوت کېرولاینا ګورنره هم پاتې شوې ده. ډي سنېټس د فلورېډا ریاست ګورنر دی. چینايي کپمنو سره د تعلق په لړ کې دواړو د یو بل سره اختلاف وکړو.
که څه هم هېلي دا ثابتول غواړي چې د چین په اړه سخت دریځ لري، د ډي سنېټس کېمپېن وویل هېلي په خپل ریاست کې د چینايي کمپنۍ هرکلی کړی دی.
Forum