د افغانستان واکمنو طالبانو د جمعې په ورځ د پاکستاني تحقیقاتو دا نتیجې رد کړې چې په وروستیو ورځو کې په پاکستان کې په چینايي کارکوونکو خونړۍ حمله د افغانستان نه فعالیت کوونکو وسله والو کړې ده.
د طالبانو مرکزي ترجمان ذبیح الله مجاهد یو افغان ټېلې وېژن ته وویل افغانستان په پاکستان کې په ۲۶ مارچ په چینايي شهریانو د حملې سره هېڅ تړون نه لري او دا چې دغه د پاکستان کورنۍ مسله ده او پکاره ده چې خپله یې حل کړي.
مجاهد د افغانستان طلوع ټېلې وېژن ته په غزیز پېغام کې وویل پاکستان چې په چینايي شهریانو د حملې په اړه کوم رپورټ شایع کړی دا یو کوښښ دی چې د افغانستان او چین ترمنځ اعتماد ته نقصان رسوول شي. "مونږ په تکرار دا رپورټ رد کړی چې غېرمنتقي."
د طالبانو د دریځ نه یوه ورځ مخکې د پاکستاني چارواکو يو پلاوي د کابل سفر وکړو او د طالب چارواکو سره يې په ځآنمرګي حمله کې د پینځو چینایانو او د دوی د پاکستاني ډرایور د وژل کېدو په اړه د تحقیقاتو رپورټ شریک کړو.
د پاکستان د خارجه وزارت ترجمانې ممتاز زهره بلوچ د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې هفته وار خبري کانفرنس ته وویل پاکستاني پلاوي د طالبانو نه په حمله کې د ککړو کسانو په نیولو کې د مرستې غوښتنه هم وکړه. بلوچ وویل پاکستاني چارواکو طالبانو سره کوټلی ثبوت شریک کړی دی.
بلوچ وویل طالب چارواکو لوظ وکړو چې افغان خاور به د ترهګرۍ استعمال ته نه ورکوي، د پاکستاني تحقیقاتو موندنو ته به کتنه کوي او تحقیقات منتقي انخام ته په رسوولو کې په پاکستان سره همکاري کوي.
د پاکستان پوځي او حکومتي چارواکي دریځ لري چې تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، چې په نړیواله کچه ترهګر تنظیم ټاکل شوی دی، په افغانستان کې د پټن ځایونو څخه يې په پاکستان کې په چینایانو حمله ترتیب کړې ده.
په تېره څه موده کې ټي ټي پي په پاکستان کې د یو شمېر حملو ذمه واري منلې ده.
پاکستاني چارواکي وايي په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس د ټي ټي پي مشران او وسله وال په افغانستان کې پناه ځایونو ته منتقل شول او د پولې د پورې غاړې څخه يې حملې زیاتې کړي او په افغانستان کې د فعالیت ازادي لري.
د افغانستان واکمن طالبان په مستقل ډول د پاکستان دا دریځ ردوي او وايي د افغانستان په خاوره غېر ملکي وسله وال شتون نه لري او نه هم چا ته اجازت ورکوي چې د افغانستان خاور د بل ملک خلاف استعمال کړي. خو ناقدین د طالبانو په دغه دریځ پوښتنې راپورته کوي.
دا میاشت د امریکې حکومت کانګرس ته په یو رپورټ کې وویل چې طالبان د القاعده مشرانو، ټي ټي پي او نورو وسله والو ته اجازت ورکوي چې په افغانستان کې فعالیت ولري.
د روس د دفاع وزیر اندری بېلوسوف د جمعې په ورځ وویل په افغانستان کې صورتحال په سیمه کې د بې ثباتۍ سرچینه ده.
د روس د تاس خبري ادارې ترمخه، بېلوسوف په قزاقستان کې د سیمه ایزه ملکونو د دفاع وزیرانو غونډې ته وویل یو شمېر انتهاپسندو ډلو په افغانستان کې ځانونه ځآی په ځآی کړي دي او کوښښونه زیاتوي چې خپل نظریات ګاونډیو ملکونو ته خپاره کړي.
هغه وویل دا خطر زیاتېږي چې د افغانستان نه به د مجرمانو ډلې، ګېنګز، او د ترهګري بهر خوره شي او د دې د مخنیوي دپاره مسلسل څارنه او په وخت عمل پکار دی چې دا ډول د سيمې ثبات یقیني کړي شي.
د سږ کال په شروع کې شایع شوي د ملګرو ملتونو په یو رپورټ کې وېل شوي چې طالبان د ټي ټي پي سره همدردي لري او ورته يې وسله او نور ساز او سامان ورکړی او ځینې افغان طالبان په ټي ټي پي کې شامل شوي او په پاکستان کې یې حملې کړي دي.
د افغان طالبانو حکومت لا یو ملک هم په رسمي ډول نه دی منلی.
چین وړمبی ملک دی چې په کال ۲۰۲۱ کې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته يې په کابل کې سفیر ګمارلی او وړمبی ملک دی چې په رسمي ډول یې په بیجېنګ کې د طالبانو استازی د سفیر په توګه په رسمي ډول منلی دی.
Forum