لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: د دولت په مذاکراتي پلاوي کې هېڅ بدلون نه دی راغلی


د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي چې د افغانستان د دولت په مذاکراتي پلاوي کې هېڅ بدلون نه دی راغلی، خو د مصالحې عالي شورا په جوړښت کې د اړتیا پر اساس ښایي بدلونونه راشي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي په کابل کې د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل چې طالبانو د دوحې تړون نقض کړی دی او دوی خپلو ژمنو ته ژمن هم نه دي.

ښاغلي صدیقي د ملي پخلاینې شورا د جوړښت په اړه وویل، ددې شورا د غړو په ګمارلو کې هېڅ ډول لاس وهنه نه ده شوې.

دی وايي ، دا نوملړ د ښاغلي عبدالله عبدالله سره په مشوره جوړ شوی دی.

صدیق صدیقي وویل، په نوملړ کې نه یوازې دا چې لاسوهنه نه ده شوې، بلکې له ډېرو پراخو سلا مشورو په ځانګړي ډول له ښاغلي عبدالله سره له ډېرو بحثونو وروسته، اعلان شوی دی.

هغه زیاته کړه د لاسوهنې یا هم پټولو موضوع زموږ له انده منتفي ده، د افغانستان حکومتي چارې په مشوره مخته ځي، دا مشورې به د دې لپاره چې موږ سولې ته ورسېږو، روانې وي.

صدیقي په ورته وخت له هغو سیاسیونو چې د روغې جوړې ملي شورا کې یې له ګډون انکار کړی، په ځانګړي ډول له مخکیني ولسمشر حامد کرزي غواړي د سولې په روان بهیر کې له حکومت سره مرسته وکړي.

حامد کرزي، ګلبدین حکمتیار او صلاح الدین رباني پرون د روغې جوړې ملي شورا له غړیتوب انکار وکړ.

په ورته وخت کې عبدالله عبدالله د ملې روغې جوړې عالي شورا د جوړېدو په اړه د ولسمشر غني له حکم سره مخالفت ښودلی دی.

عبدالله عبدالله ویلي د ملي مصالحې عالي شورا تشکیل د ولسمشرۍ ماڼۍ فرمان ته اړتیا نه لري او دا د ملي مصالحې د عالي شورا په مشر پورې اړه لري.

د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي، د ۱۳۹۹ کال د غویي میاشتې د ۲۸مې نېټې هوکړې له مخې، د دغې شورا د رسمیت او رامنځته کېدو بحث د ملي مصالحې عالي شورا له لوري له ولسمشر، سیاسي اشخاصو، ملي شورا له رییسانو، مدني ټولنې او د هېواد له نخبه ګانو سره په مشوره تشکیلېږي، نو په دې بنسټ د دغې شورا ایجاد د ملي مصالحې عالي شورا د رییس صلاحیت دی او د ولسمشرۍ ماڼۍ د فرمان ایجاب نه کوي.

خبرپاڼه وايي، د دغې شورا ترکیب باید پراخ بنسټه اوسي او په دې برخه کې د هېواد له بیلو سیاسي رهبرانو، مدني ټولنې او جریانونو سره مشورې پیل شوې او د وروستي کېدو په حال کې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG