لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان طالبان : پاکستان اوس هم ملا برادر په زندان کې ساتلى


 افغانستان کې چارواکي باور کوي چې  برادر  دافغان طالبانو دمذاکراتو ميز ته په راوستو کې مهم کردار ادا کولى شي.
افغانستان کې چارواکي باور کوي چې برادر دافغان طالبانو دمذاکراتو ميز ته په راوستو کې مهم کردار ادا کولى شي.
په داسې حال کې چې دپاکستان حکومت تيره مياشت دافغاني طالبانو دپخواني دوهم مشرملا عبدالغني برادر دخوشې کولو ادعا کړې وه افغاني طالبانو دشورو په ورځ په پاکستان غږ کړى دى چې برادر دې دخپلې ژمنې سره سم خوشې کړي اؤ زياتوي چې په زندان کې دهغه صحت په خرابيدو دى.
ښاغلى برادر دپاکستان دسندهـ صوبې کراچۍ څخه کال ٢٠١٠م کې دپاکستان دخفيه ادارو اؤ امريکائي سي ائي اى چارواکو ديوې خفيه کارروايۍ په مهال نيولى ؤ.
افغانستان کې چارواکي باور کوي چې برادر دافغان طالبانو دمذاکراتو ميز ته په راوستو کې مهم کردار ادا کولى شي.
په تيرو ورځو کې دپاکستان دميډيا لخوا داسې راپورونه خپارۀ شوي وؤ چې افغان طالبانو سره رابطو لپاره ملا عبدالغني برادر دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور ته راوستل شوى ، خو دميډيا دسرچينو له خُلې وئيلي وؤ چې دافغان طالبانو استازي دښاغلي برادر سره له دې امله دليدنو څخه انکار کوي چې هغه اوس هم دپوځ په ولقه کې دى.
يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې دافغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وئيلي دي چې” له بده مرغه هغه اوس هم په زندان کې ورځې شپې سبا کوي اؤ صحت يې ورځ په ورځ خرابيږي“
تيره مياشت پاکستاني چارواکو وئيلي وؤ افغانستان کې دجوړجاړي عمل کې داسانتيا ورکولو لپاره يې ښاغلى برادر خوشې کړى ، خو ددې ترڅنگ دپاکستان حکومت په ډاگه کړې وه چې برادر به کابل ته نۀ سپاري.
دښاغلي برادر دخوشې کيدو پخلى دپاکستان دکورنو چارو دوزارت وياند عمر حامد کړى ؤ اؤ وروستو دپاکستان دخارجه دفتر هم پخپل يو بيان کې دهغه دخوشې کيدو پخلى وکړو.
دافغانستان امنيتي شورا دعبدالغني برادر دخوشې کيدو هرکلى کړى ؤ اؤ دپاکستان دحکومت مننه يې ادا کړې وه.
دافغانستان دامنيتي شورا يو لوړپوړي غړي محمد اسماعيل قسيم يار يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي وؤ چې هغوي دبرادر دخوشې کيدو هرکلى کوي اؤ په دغه اړه دافغان حکومت درخواست ته په مثبت توگه په ځواب وئيلو دپاکستان دحکومت څخه مننه کوي.
دجون په مياشت کې دوحه کې دطالبانو ددفتر ته په ورکړل شوي نوم اؤ بيرغ افغان صدر حامد کرزي اعتراض کړى اؤ احتجاجاً يې امريکا سره په يو امنيتي تړون خبرې اترې ځنډولې ، چې له دې وروستو طالبانو خپل دغه دفتر تړلى.
This item is part of
XS
SM
MD
LG