لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان خبریال وايي طالبانو پې حمله کړې ده


خپل لومړي خبري کانفرنس کې د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې طالبان به د مطبوعاتو د ازادۍ احترام کوي
خپل لومړي خبري کانفرنس کې د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې طالبان به د مطبوعاتو د ازادۍ احترام کوي

په داسې حال کې چې طالبانو ویلي د رای د ازادۍ احترام به کوي، د افغانستان د طلوع ټېلې وژن یو خبریال ویلي مسلح طالبانو پې حمله کړې او د ټوپک په څوکه یې په کابل کې وهلی دی.

خبریال زیار خان یاد د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په ټوېټر یو پېغام کې وویل طالبانو په هغه د کابل په شهر نو کې په داسې حال کې حمله وکړه چې هغه خپله دنده ترسره کوله.

ښاغلي یاد وویل طالبانو د هغه کېمرې، شخصي موبایل ټېلې فون او ټېکنیکي د هغه نه ونیول.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه طلوع ټېلې وژن وویل چې یاد او د هغه کېمره مېن د بې روزګاره کسانو وډیو جوړوله چې طالبانو پې حمله وکړه.

خبریال یاد په ټوېټر پېغام کې وویل په هغه د حملې مسله د طالب مشرانو راپورته کړی شوي ده خو لا په دې لړ کې څوک نه دي نیول شوي چې "د رای د ازادۍ دپاره سنګین خطر دی."

د وی او ای رپورټ وايي د طالبانو د ثقافتي کمیټۍ غړي احمدالله واسق ویلي د زیار خان یاد په شکایت تحقیقات شروع کړی شوي دي. هغه وویل د امنیتي ادارو سره معلومات شریک کړی شوي دي او د پلټنو وروسته به ضروري اقدامات اخیستل کېږي.

په کابل د طالبانو د واک وروسته خبریالانو، د مېرمنو او د انساني حقونو فعالانو د خپلو ازادیو په اړه تشویش څرګند کړی دی خو د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد ویلي طالبان به د مطبوعاتو د ازادۍ احترام کوي.

د بلوچستان د چمن سرحدي ښار دوه خبريالان د شورو/چهارشنبې په ورځ (25 اګست) په کندهار کې طالبانو نيولي دي.

په کوټه کې د پاکستان د يو شخصي ټيلي ويژن چېنل (خېبر) مشر جابر خان تاييد کړې چې يو خبريال يې چې عبدالمتين اڅکزی نوميږي او د هغه سره کېمره مېن محمدعلي پرون په کندهار کې طالبانو نيولي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل چې خبريال او کېمره مېن يې په 23 اګست کندهار ته ډيوټۍ له تللي او وروسته نيول شوي دي.

هغه زياته کړه خبريال او کېمره مېن يې ادارې لېږلي وو.

په کندهار کې طالبانو ويلي دغه خبريالان بې د اجازته ورغلي او خبريالي يې کوله ځکه نیول شوي دي.

د امریکې د کانګرس د دواړو ایوانونو یو شمېر غړو صدر جوبایډن ته یو لیک کې غوښتلي چې ډېر ژر له افغانستانه د امریکې د رسنیو د نړیوالې ادارې یو ایس اې جي ایم پاته خبریالان او د هغوی د کورنیو غړي را وباسي.

د امریکا د رسنیو نړیواله اداره یوه خپلواکه فېډرل اداره ده چې پکې وي او اې، د ازاد یورپ یا ازادي رېډیو، رېډیو فري اېشیا او څو نورې خبري رسنۍ شاملې دي‌ او په نړۍ کې د ازادو مطبوعاتو د اصولو ملاتړ کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG