لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کونړ : د وسله والو په بريد کې ۱۹ عسکر وژل شوي


دغه پېښه نن د اتوار په ورځ سحر دکونړ صوبې په غازي اباد ضلع کې رامنځته شوې ده
دغه پېښه نن د اتوار په ورځ سحر دکونړ صوبې په غازي اباد ضلع کې رامنځته شوې ده

د افغانستان کونړايالت په غازي اباد ضلع کې طالب وسله والو د افغانستان د پوځي عسکرو په چيک پوسته بريد کړی چې لږ تر لږه ۱۹ عسکر پکې وژل شوي ، او وسله والو ۷ عسکر تښتولي دي

د افغانستان کونړايالت په غازي اباد ضلع کې طالب وسله والو د افغانستان د پوځي عسکرو په چيک پوسته بريد کړی چې لږ تر لږه ۱۹ عسکر پکې وژل شوي ، او وسله والو ۷ عسکر تښتولي دي .
د افغانستان ختيز کې د پاکستان پولې ترڅنگ کونړ ايالت کې په پوځي چيک پوسته وسله والو طالبانو نن د اتوار په سحر دغه بريد کړی دی .
د خبري ادارې ای پي ترمخه د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال محمد ظاهر عظيمې وئيلي دغه پېښه نن د اتوار په ورځ سحر دکونړ صوبې په غازي اباد ضلع کې رامنځته شوې ده ، نوموړي پېښه کې د ۱۹ عسکرو د وژنې او دوه نورو د ژوبلېدو پخلی کړی دی .
د کونړ صوبې د گورنر وياند عبدالغني مصمم وئيلي د بريد په ترڅ کې اووه عسکر بې درکه شوي دي ، ولې دا نه ده مالومه چې عسکر تښتول شوي يا د پېښې د ځائې نه تښتېدلي دي .
د نوموړي په وينا د پېښې وروستو امنيتي ځواکونو په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړي دي .
د سرچينو ترمخه چارواکو وئيلي د وسله په بريد وروسته جگړه کې بريد کوؤنکو ته په غټه کچه زاني زيان اړول شوی دی .
افغان طالبانو د بريد پړه په سر اخيستې ، او يو بيان کې يې وئيلي دي چې بريد کې د دوي يو غړی وژل شوی او او دوه نور ژوبل شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG