لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چارواکي وايي طالبانو په ارزګان کې یو پوځي مرکز نیولی


Afghanistan

افغان چارواکو ویلي د افغانستان په سویلي ازرګان ولایت کې په یو پوځي مرکز د طالبانو د برید وروستو ګڼ شمېر پوځیانو سره د دوي رابطې ختمې شوي دي.

په دغه سیمه کې د افغان ملي اردو ویاند وي او ای ته ویلي په چینارتو ولسوالۍ کې تیره شپه ناوخته د طالبانو د حملې وروستو سخته جګړه شوې ده. کرنل یحیا علوي ویلي په دغه سیمه کې لا هم نښته روانه ده.

د ولسوالۍ د پولیسو یو مشر امریکا غږ ته ویلي په پوځي مرکز کې د سلو پورې د ملي اردو ځواکونه موجود وو خو زیاته کړې يې ده چې د طالبانو د حملې وروستو ددغه پوځیانو هیڅ درک نه لږي.

نوموړي شک څرګند کړی، کیدی شي بې درکه پوځیان د یاغیانو سره ملګري شوي وي. هغه ددې خبرې پخلی کړی چې پوځي مرکز طالبانو قبضه کړی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي دعوه کړې چې طالبانو په عملیاتو کې پوځي مرکز نیولی او ویلي دوي ۵۵ پوځیان وژلي او شپږ يې نیولي.

XS
SM
MD
LG