لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

  افغانستان نه د روسي ځواکونو د وتلو په مناسبت طالبانو په قامې کچه د رخصتۍ اعلان کړی


په کال 1989 کې افغانستان نه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د وتلو په مناسبت طالبانو د فېبرورۍ په 15 نېټه په قامي کچه د رخصتۍ اعلان کړی دی.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه روسي ځواکونو د کال 1979 د کرسمس په شپه په افغانستان یرغل کړی و او لس کاله پس قریباً د 15000 روسي عسکرو د وژل کېدو وروسته د هغه وخت شوري اتحاد خپل ځواکونه د افغانستان نه ووېستل.

رپورټ وايي د روسي ځواکونو د وتلو وروسته په افغانستان کې خانه جنګي شروع شوه او بیا طالبان په لومړي ځل اقتدار ته ورسېدل او د 1996 نه تر د 2001 پورې په حکومت کې پاتل شول.

د 2021 د اګست د 15 نېټې راهسې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا نه پس طالبان بیا په کابل واکمن شوي دي.

ای اېف پي وايي د تېرو 40 کلونو جنګونو افغانستان د دنیا په غریب ترینو ملکونو کې شامل کړی دی او د طالبان د بیا واکمنېدو نه پس افغانستان په سنګین بحران کې ښکیل شوی چې ملګري ملتونه وايي د هېواد د نیمايي نه زیاته ابادي یې د خطر سره مخامخ کړې ده.

د رپورټ ترمخه، د نهې، سه شنبې، په ورځ د افغانستان په مختلفو ښارونو کې په زرګونو کسانو د امریکې صدر جوبایډن د دې فېصلې خلاف احتجاج وکړو چې په امریکا کې د افغانستان د منجمد اثاثو نیمايي برخه، قریباً درې اشاریه پېنځه بېلن ډالر، به د 9/11 حملو ځپل شویو خلکو ته د تاوان په شکل کې ورکوي.

القاعده وسله والې ډلې په امریکې د کال 2001 د حملو ذمه واري منلې وه او هم په دغه کال امریکايي ځواکونو القاعدې ته په افغانستان کې د پناه ورکولو په سر د هغه وخت د طالبانو حکومت په ضد پوځي عملیات شروع کړل او د طالبانو واکمني یې نسکوره کړه.

ای اېف پي وايي طالبانو د صدر بایډن فېصله "غلا" بللې ده. د رپورټ ترمخه د طالبانو یو ترجمان ویلي افغانستان د 9/11 حملو سره هېڅ تړون نه لرلو.

په افغانستان د روس د یرغل په اړه ای اېف پي وویل چې روسیانو په افغانستان کې داسې قوانین معارفي کړي وو چې ترمخه یې مېرمنو ته د تعلیم، کار روزګار او د واده حقونه ورکړی شوي شوي وو او هم دغه شان قوانین امریکې هم په افغانستان کې جوړ کړي وو.

خو ای اېف پي وویل شل کاله د تېرېدو وروسته او د طالبانو د واکمنېدو له امله دغه اقدامات د خطر سره مخامخ دي، حکومت سره د مېرمنو په روزګار عملاً پابندي ده او د حینکو د منځنۍ درجې سکولونه په ټول ملک کې تړل شوي دي.

ملګرو ملتونو او د انساني حقونو تنظیمونو د مېرمنو د مظاهرو د چقولو په اړه د طالبانو د اقداماتو غندنه کړې ده.

افغانستان نه د روسي انخلا په اړه جلا وطن افغان څېړونکی احمد سعیدي ای اېف پي ته وايي د شوروي ځواکونو ستنیدل کامیابي نه وه بلکې په افغانستان کې د کړکېچونو شروعات وو.

سعیدي وویل افغانستان د ناکامۍ په ځنډه ولاړ دی او مشکلات یې زیاتېږي. هغه وویل په تېرو شپږ میاشتو کې طالبانو وخت ضایع کړی دی، ټول شموله حکومت په جوړولو کې ناکامه شوي دي او هم د دې دلاسه به د ملک دننه او بهر په طالبانو فشار زیاتېږي.

ای اېف پي وايي په افغانستان د امریکې د قبضې اثار د هغو ټوپکو په شکل کې لیدل کېږي چې طالب وسله وال یې ګرځوي او یا د سیمټو په غو ځنډانو کې چې د کابل په لارو کوڅو کې پراته دي خو د شوري اتحاد د وخت شواهد نه ښکاري.

ای اېف پي وايي 74 کلن حیات الله احمدزی د روسي ځواکونو خلاف جنګیدلی او ګڼي چې طالبان د روسي ځواکونو د انخلا نه وروسته حالاتو په ترڅ کې راپورته شوي دي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG