لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په کابل او شا او خوا سیمو کې د کورونو د لټون دفاع کړې 


د امرالله صالح د ټویټ نه وړاندې د یورپين یونین سفیر وویل د خلکو ویرول، د کورونو تلاشي، ګرفتاریانۍ، د نورو قامونو او د میېرمنو په ضد تشدد جرمونه دي او پکار ده چې په سمدستي ډول ودرول شي. "د پوتین د جنګ باوجود زمونږ نظر په تاسو دی."
د امرالله صالح د ټویټ نه وړاندې د یورپين یونین سفیر وویل د خلکو ویرول، د کورونو تلاشي، ګرفتاریانۍ، د نورو قامونو او د میېرمنو په ضد تشدد جرمونه دي او پکار ده چې په سمدستي ډول ودرول شي. "د پوتین د جنګ باوجود زمونږ نظر په تاسو دی."

په افغانستان واکمنو طالبانو په سرښار کابل او شا او خوا سیمو کې د کورونو د تالاشۍ دفاع کړې او ویلي یې دي چې د لټون هدف کابل د وسلې نه پاکوول او د مجرمانو نیول دي.

د افغانستان پخواني نایب صدر امرالله صالح او د افغانستان دپاره د یورپین یونین او د جرمني سفیرانو د تالاشۍ د دغه عمل غندنه کړې ده.

د اروپايي اتحاد سفیر وویل په اوکراین کې د جګړې باوجود نظر يې په افغانستان کې د طالبانو د هلو ځلو نه نه دی لېرې کړی.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د اتوار، یکشنبې، په ورځ د کورونو د تالاشۍ دفاع وکړه او دا یې هم وویل چې تر څو خارج ته د تللو افغانانو دپاره حالات بهتر شوي نه وي د نورو افغانانو د انخلا اجازت به نه ورکوي.

د طالبانو د تالاشۍ د عملیاتو په اړه د وي او ای د رپورټ وویل دغه علمیات د جمعې په ورځ شروع شوي او د کابل په شهري او رهایشي علاقو او په نژدې ولایتونو کې د تلاشۍ عملیاتو د خلکو تشویش او غصه راپارولي ده.

ځیني خلک وايي طالبان د جنایتونو د ختمولو په نامه د پخواني شوي حکومت امنیتي مامورین په هدف کوي او ځینو خلکو ویلي طالیان د خلکو سره بدسلوکي او د دوی د پردې سرغړونه کوي.

ذبیح الله مجاهد دغه خبرې رد کړې او دا یې د خپل نظام په ضد تبلیغات وبلل. هغه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د طالبانو امنیتي ځواکونه د انتهايي احتیاط نه کار اخلي او بنیادي مقصد یې د ولس امنیت یقیني کوول دي. هغه وویل د موجوده عملیاتو د مکمل کېدو وروسته به دغه ډول عملیات بیا نه کېږي.

د طالبانو ترجمان وویل ځینو خلکو په خپلو کورونو کې وسلې ساتلي دي او کله چې د تلاشۍ عملیات سر ته ورسي نو د حکومتي امنیتي ادارو ته بېدارۍ له امله به خلک وسلو ته په اسانه وسلو ته رسايي نه لري. ذبیح الله مجاهد وویل د تلاشۍ عملیات کامیاب دي او زر به سر ته ورسول شي. هغه وویل د عملیاتو په مهال د سلګونو په شمېره کې وړه او درنه وسله ترلاسه کړی شوي ده چې پکې راکټ لانجرې، لاسي بمونه او 13 بکتر بند موټرې او په ټنونو چاودېدونکي مواد ترلاسه شوي دي.

د طالبانو ترجمان وویل په عملیاتو کې ګڼ شمېر مجرمان چې پکې د داعش وسله والې ډلې غړي هم شامل دي نیول شوي دي.

د طالبانو د دعوې په ازاده توګه تصدیق ممکن نه و.

د افغانستان د پخواني ولسمشر نایب امرالله صالحو د افغانستان دپاره د یورپین یونین او د جرمني سفیرانو د کورونو د تلاشۍ غندنه وکړه.

د يورپین یونین سفیر وان برانډ په ټویټ امرالله صالح وویل "طالب جنتا او ملېشا په مکمله خلا او د قوانینو په نېشت والي کې کار کوي. شریعت ته د دوی اشاره جعلي ده. د نقل یا د لنک په اړه ترې پوښتنه وکړئ او تاسو به په پاکي مدرسه کې د ژوند بانیه ترلاسه کړئ، د کتابونو د حوالې او په تاسو به د مذهب د سپکاوي الزام ولګي."

د امرالله صالح د ټویټ نه وړاندې د یورپين یونین سفیر وویل د خلکو ویرول، د کورونو تلاشي، ګرفتاریانۍ، د نورو قامونو او د میېرمنو په ضد تشدد جرمونه دي او پکار ده چې په سمدستي ډول ودرول شي. "د پوتین د جنګ باوجود زمونږ نظر په تاسو دی."

د تالاشۍ د عمل د دفاع ترڅنګ د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد وویل چې د محرم نه بغیر به افغان مېرمن د ملک نه بهر سفر نشي کولی. هغه وویل دا د شریعت حکم دی.

هغه وویل طالب چارواکي داسې لارې چارې لټوي چې هغه مېرمنې چې د ملک نه بهر تعلیم دپاره وظیفې لرې د دغه امر باوجود بهر سفر وکړی شي.


ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG