لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان: په افغانستان کې کومه وسله واله ډله نشته چې د نړۍ لپاره ګواښ وي


په پېښور کې مېشت د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبريال حق نوازخان وي او ای ډيوه ته وايي د افغان طالبانو او القاعده ترمنځه نظرياتي اړيکې موجود دي او په داسې حال کې  د القاعده پرضد د طالبانو عمليات به مشکل وي
په پېښور کې مېشت د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبريال حق نوازخان وي او ای ډيوه ته وايي د افغان طالبانو او القاعده ترمنځه نظرياتي اړيکې موجود دي او په داسې حال کې  د القاعده پرضد د طالبانو عمليات به مشکل وي

د افغانستان واکمنو طالبانود امريکې د دفاع وزارت هغه راپور بې ځايه بللې چې وايي داسې ښکاري چې طالبان به په راتلونکو دوو کلونو کې د القاعده ډلې په ضد بنديزونه کم کړي او د القاعده وسله وال به بيا د دې جوګه شي چې په ازاد ډول به په نړۍ کې ګرځي او وسله وال به تربيه کوي.

د افغان طالبانو ترجمان بلال کريمي وي او ای ډيوه ته ويلي چې په افغانستان کې داسې کومه وسله واله ډله وجود نه لري چې د نړۍ بل کوم هېواد لپاره د ګواښ سبب وګرځي، هغه وايي دغه شان احتمالي فرضيي وړاندې کول بې ځايه دي او دوی يې ردوي۔

بلخوا څېړونکي وايي که چېرې په افغانستان کې القاعده يو ځل بيا پياوړې کېږي نو د طالبانو د حکومت ترڅنګ زيان به يې د نړۍ نورو هېوادونو ته هم ورسي.

د امريکايي پوځونو د معلوماتو په اساس تېرا ورځ د دفاع وزارت انسپکټر جنرل په خپل راپورکې ويلي، داسې ښکاري چې طالبان به په راتلونکو دوو کلونو کې د القاعده ډلې پر ضد بنديزونه کم کړي، او کېدلې شي چې القاعده يوځل بيا په نړيواله کچه د بريدونو توان ترلاسه کړي۔

د افغان طالبانو مرستيال ترجمان بلال کريمي د امريکې پوځ د دغه راپور بې ځايه بللې او ډيوه ته يې ويلي اسلامي امارات د وړاندې نه واضحه کړې چې د افغانستان د خاورې نه به بل کوم هېواد ته ګواښ نه متوجې کېږي۔ " اسلامي امارت ټولو هېوادونو ته اطميان ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا پرضد نه کارول کېږي، او اوس مهال په افغانستان کې يو واحد قيادت چې يو مرکزي نظام يې تشکيل کړې هغه شتون لري او هيڅ داسې تحرک، بانډ يا ډله شتون نه لري چې هغه دې نور هېوادونو لپاره ګواښ او تحديد شي."

نوموړي وي او ای ډويوه سر خبرو کې دا هم وويل: " بېنان دغه شان احتمالي فرضيې وړاندې کول بې ځايه دي او مونږه يې نه تايد کوو."

د امريکا د مرکزي کمانډ په معلوماتو کې دا تفصيل نشته چې ولې به طالبان په 24 مياشتو کې په القاعده بنديزونه نرم کړي خو د انسپکټر جنرل په رپوټ کې اندېښنه ښودل شوې چې هندوستان کې د القاعده څانګه غواړي چې په امريکا او امريکايي‌ اهدافو بريدونه وکړي۔

په پېښور کې مېشت د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبريال حق نوازخان وي او ای ډيوه ته وايي د افغان طالبانو او القاعده ترمنځه نظرياتي اړيکې موجود دي او په داسې حال کې د القاعده پرضد د طالبانو عمليات به مشکل وي.

نوموړي زياته کړه طالبان اسامه بن لادن او يا د القاعده یو شمېر نورو مشرانوته د مجاهدينو په نظر کتنه کوي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه دا هم وويل: "چې دلته په خپل رېنکس کې دننه هم طالبانو ته مسلې وي د دغه خلکو (القاعده) پرضد عمليات کېږي"

که څه هم د القاعده د قابو کولو په اړه امريکايي پوځونه د طالبانو په ارادو شک کوي خو وايي‌ د افغانستان نه د امريکايي پوځونو د وتلو وروسته هم القاعده ډېره کمزورې ده۔ د امريکې او نورې نړۍ استخباراتي معلومات وايي، ‌په افغانستان کې د القاعده د پلويانو شمېره په سونو کې ده۔

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکتر خورشيد خان وي او ای ډيوه ته وايي که چېرې په افغانستان کې القاعده يو ځل بيا پياوړې کېږي نو د طالبانو حکومت ترڅنګ د سيمې هېوادونه به هم اغېزمن کړي۔

نوموړي زياته کړه چې که هغه سياسي يا پابنديانو په شکل کې وي او که هغه يا بيا پوځي عمليات وي نو هغه به د طالبانو خلاف کېږي، بل دا خلک که په افغانستان کې چمتو کېږي نو ښکاره خبره ده چې په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې سېوا کېدلې شي، دغه شان په ايران ته مسلې جوړلې شي، داسې د منځنۍ اسيا ملکونو دي نو دې سره به دا ټوله منطقه متاثره شي۔

د انسپکټر جنرل دغه رپورټ د پېنټا ګان د مالي چارو د مشرانو په حواله ليکلي چې امريکا به د خپل دوحه د پوځي مرکز نه په افغانستان کې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره په روان کال کې نزدې 20 اربه ډالر مصرفوي۔


  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG