لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملي امنیت په هلمند کې د طالبانو یو ولسوال نیولی

د هلمند د والي ویاند وايي، د هلمند د واشېر ولسوالۍ لپاره یې د طالبانو تش په نامه ولسوال چې محمد نبي نومېږي د چهارشنبې یا شورو په ورځ نیولی دی.

د والي د ویاند لخوا په یو خپور شوي بیان کې راغلي دي چې محمد نبي په دغه ولایت کې د دوو لس کسیزو ډلو مشري هم کوله.

په بیان کې وړاندې راغلي دي چې محمد نبي د لومړنیو پلټنو پرمهال په خپلو کړنو اعتراف کړی.

په بیان کې نور معلومات نه دې ورکړل شوي او طالبانو هم تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG