لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په امريکا د ترهګر حملو د کليزې په ورځ د خپل حکومت رسمي پرانسته وکړه


طالبانو د خالي يا شنبې په ورځ‌ د افغانستان په صدارتي ماڼۍ د افغان ملي بېرغ په ځای خپل سپين بېرغ په داسې موقعه پورته کړی چې هم په دغه ورځ نړۍ په امريکا د ترهګر بريدونو شلمه کليزه لمانځله.

د طالبانو د کلچر کمېشن د مېډيا د څانګې مشر احمد الله متقي ويلي د طالبانو وزيراعظم ملا محمد حسن اخوند خپل سپين بېرغ چې اسلامي کليمه پې ليک ده، په يوه وړه دستوره کې د کابل په صدارتي ماڼۍ اوچته کړه او په افغانستان کې يې د طالبانو د مواقتي حکومت رسمي پرانسته اوکړه.

طالبانو په افغانستان کې بیا په زور د واک واخستلو وروسته، د افغانستان درې رنګه ملي بېرغ کوز کړی او پر ځای یې خپل سپین بېرغ اوچت کړی. په افغان ملي بېرغ هم اسلامي کلمه لیک ده. د ملي بېرغ د کوزولو د پرېکړې پر ضد، طالبانو په اولسي احتجاجونو کې نزدې پينځه افغانان هم وژلي. د افغانستان تېر حکومت او پخوانيو چارواکو څو واره په طالبانو د پاکستان د پټ مل (پراکسي) تور لګولی او د ملي بېرغ پر ضد پرېکړه يې افغان دښمنه عمل بللی دی.

د صدارتي ماڼۍ د تالار نه بهر د طالبانو د حکومت د لوړو زدکړو يا هاير اېجوکېشن د څانګې مشر مولوي محمد داود حقاني اوېل،‌ د ۹/۱۱ نېټه يې ځکه د خپل حکومت د رسمي پرانستې د پاره ټآکلې چې په د ې ورځ نړۍ د دوي په ضد لويه پروپېګنډه پېل کړې وه اودوي ته يې ترهګر ويلي وو او په دوي يې د امريکې د ترهګر بريدونو ترسره کولو تور پورې کړی و.

مولوي محمد داود حقاني البته په خپلو خبرو کې د طالبانو لخوا په افغانستان کې د شوو بریدونو په اړه څه ويلي نه دي. د طالبانو بېلا بېل ویاندو په تېرو شلو کلنو کې په افغانستان کې په اولسي او حکومتي خلکو باندې په سوونو ترهګر او ځانوژونکو بریدونو ذمه واري منلې ده.

هر څه که طالبانو په امريکا شوي ترهګر بريدونو کې نېِغ په نېغه لاس نه لرل خو په هېواد کې يې د القاېده مشر اسامه بن لادن او د هغه وسله والو ته پناه ورکړې وه، په چا چې د دغه بريدونو تور و.

طالبانو د خپل حکومت چې ټول په ټوله پکې طالبان شامل دي او ښځينه غړې يا پخواني سياسي څېرې پکې برخه نه لري، تېره اونۍ اعلان کړی چې په ضد يې په هېواد کې ښځو او د بشري حقونو فعالينو د احتجاجونو لړۍ پېل کړې وې.

د دې ترڅنګ نړيوالې ټولنې هم د طالبانو په کابينه نيوکې کړې.

په کال ۲۰۰۱ کې د امريکا لخوا د طالبانو د حکومت ړنګولو وروسته د افغانستان لومړي جمهور ريس حامد کرزي په يو ټويټ کې په طالبانو د امن او ثبات ټينګولو غږ کړی او د نوي حکومت نه هيله څرګنده کړې چې طالبان به په خپله کابينه کې ښځو له هم برخه ورکړي او يو ټول شموله حکومت ته به لاره هواره کړي.

پخواني صدر حامد کرزي په کابل کې پخپله قلعه کې د يوشمېر قبايلي مشرانو ترڅنګ د امريکې په ضد د ترهګر حملو کليزه اولمانځله، حامد کرزی سره د خپلې کورنۍ د اګست د مياشتې رهسې په دغه قلعه کې ژوند کوي کله نه چې طالبانو د کابل واکمني‌ نيولې ده.

د ۹/۱۱ ترهګر حملو په ورځ په کابل د طالبانو سخت دريزه حکومت و چې پکې په ټېلي وژن هم بنديزونه و، او دغه خونړی خبر د کابل په لارو کوڅو کې د ريډيو د لارې خپور شوی و، چې هغه وخت پکې بجلي‌هم نه وه، او نزدې يو ميلين خلکو پکې ژوند کو،

د دغې ترهګر بريدونو ذمه وارې ډلې القاېده د ختمولو د پاره امريکا هم په دغه کال د اکتوبر په مياشت کې په افغانستان يرغل اوکړو چې ورسره نړيوال هېوادونه هم ملګري وو او په دوه مياشتو کې يې د طالبانو حکومت نسکور کړی و.

شل کاله وروسته امريکا په افغانستان کې د خپل تاريخ تر ټولو اوږده جګړه پاې ته رسولې او د اګست په ۱۵مه نېټه يوځل بيا طالبانو د افغانستان واګې پخپلو لاسو کې اخيستي.

خو دا ځل په افغانستان کې اکثره خلک ګڼي چې طالبان اوس ډېر بدل دي، دا ځل هغوي په کابل کې د ټوپکو سره نه ګرځي‌ بلکه د ښار لانجمن ټرېفک قابو کولو کې مرستې کوي او د نايانو په دکانونو يې بنديزونه هم نه دي لګولي بلکه خپل ويښته پکې سموي هرڅه که ګيرې يې د خپل نظام سره سمې اوږدې ساتلې دي.

خو بيا هم د ښځو په ضد يې د سختو بنديزونو اعلان کړې او د هغوي په مخلوط تعليم او لوبو يې پابندي لګولې او ورته يې د حجاب يا برقعې اغوستلو امر کړی چې په ضد يې ښځو احتجاجونه پېل کړي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG