لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په جوزجان ولایت کې ۲۲ ښځې او نارینه عام محضر کې په درو وهلي


تیره اونۍ د چهارشنبې په ورځ په هلمند او زابل ولایتونو کې هم د غلا او نا مشروع اړیکو په تور په عام محضر کې د دوو ښځو په ګډون د ۲۷ کسانو په درول وهلو خبر ورکړی و
تیره اونۍ د چهارشنبې په ورځ په هلمند او زابل ولایتونو کې هم د غلا او نا مشروع اړیکو په تور په عام محضر کې د دوو ښځو په ګډون د ۲۷ کسانو په درول وهلو خبر ورکړی و

د طالبانو د واکمنۍ لاندې سترې محکمې په جوزجان ولایت کې د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کې د ۲۲ کسانو په درو وهلو خبر ورکړی.

د طالبانو سترې محکمې د ګل، دوشنبې، په ورځ په دې اړه اعلامیه کې ویلي چې د ښځو په ګډون ۲۲ نارینه د "زنا، له کور څخه د تېښتې، لواطت، د نشه يي توکو د قاچاق او غلاو په جرم" تیره ورځ د شبرغان ښار په ورزشي لوبغالې کې په درو وهل شوي دي.

په بیان کې راغلي چې د سزا پرمهال د طالبانو ترڅنګ عامو خلکو هم د تماشاچیانو په توګه ګډون کړی و او سزا شوي کسان د ۲۵ څخه تر ۳۹ درو ووهل شول.

دا لومړۍ ځل نه دی چې طالبان خلک په عام محضر کې په درو وهي.

له دې وړاندې د لوګر ولايت د يو شمېر ولسواليو د عدالتونو لخوا 14 تنه چې درې زنانه هم پکې شاملې وې د غلا، جنسي فعل او د نورو مبینه فسادونو په تور د خلکو په موجودګۍ کې ورته تعزيري سزاګانې ورکړل شوې او په درو وهل شوي وې.

تیره اونۍ د چهارشنبې په ورځ په هلمند او زابل ولایتونو کې هم د غلا او نا مشروع اړیکو په تور په عام محضر کې د دوو ښځو په ګډون د ۲۷ کسانو په درول وهلو خبر ورکړی و.

د اېمنېسټي انټرنېشنل ترڅنګ، په افغانستان کې د مېرمنو او د بشري حقونو دپاره د امریکې خصوصي استازي رینا امیر هم د طالبانو د ورستیو سزاګانو غندنه کړې او په طالبانو یې غږ کړی چې دغه ډول سزاګانې دې ودروي.

په وروستۍ غبرګون کې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا په عام محضر کې تورنو کسانو ته د درو وهلو سزا په ورکولو اندېښنه ښودلې وه او له واکمنو چارواکو څخه یې د ژر تر ژره ددغسې سزاګانو د بندېدو غوښتنه کړې ده.

طالبانو دغه سزاګانې اسلامي بللي او په اړه یې انتقادونه د دوي د هېواد په کورنیو چارو کې مداخله بللې او غندلي یې دي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده له خپلو قاضيانو سره ليدنه کې هغو ته امر کړى و چې د شرعي شرايطو په پوره کولو سره پر تورنو کسانو قصاص او حدود عملي کړي.

سره له دې چې طالبان غواړي له نړۍ سره زیاتې اړیکې ولري خو څېړونکي وايي د افغانستان واکمنانو توندروه تګلارو ته دوام ورکړی او تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم له بندیز سره سره د ټولشموله حکومت جوړېدو نړیوالې غوښتنې هم نه دي منلې.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي په روانه میاشت کې ځایي رسنیو ته وویل، "د ګوښه کولو پالیسي، دریځ او د فاصلو پیدا کولو کومه ښه نتیجه نه ده ورکړې. "

که څه هم ډېر هېوادونه د دې خبرې ملاتړ کوي چې د یو لوی بحران له ویرې باید طالبان یواځې نه کړل شي، خو نور بیا پوښتنه کوي چې ایا له دې سخت دریځه حکومت سره د نړیوالو اړیکې به د افغانانو لپاره د حالاتو په ښه کولو کې څه مرسته وکړي که نه؟

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG