لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په هلمند او زابل ولایتونو کې د دوو ښځو په شمول ۲۷ کسانو ته د درو سزاګانې ورکړې


د طالبانو خبري ادارې وویل د زابل ولایت په مرکز قلات کې پېنځه سړي او دوه ښځې د ناجایزو تعلقاتو، غلا او د نورو مبینه جرمونو په سر د ګڼې ګوڼې په ځای کې په درو ووهل شو
د طالبانو خبري ادارې وویل د زابل ولایت په مرکز قلات کې پېنځه سړي او دوه ښځې د ناجایزو تعلقاتو، غلا او د نورو مبینه جرمونو په سر د ګڼې ګوڼې په ځای کې په درو ووهل شو

افغان طالبانو په هلمند او زابل ولایتونو کې د دوو ښځو په شمول ۲۷ کسانو ته د غلا، جنسي فعل او د نورو مبینه جرمونو په سر سزاګانې ورکړي او د شورو، چهارشنبې، په ورځ په عامو غونډو کې يې په درو وهلي دي.

د هلمند ولایتي حکومت ترجمان محمد قاسم ریاض وویل ۲۰ سړي په ولایتي مرکز لښګرګاه کې په سټېډیم کې په درو ووهل شوو.

ریاض وویل هر سړی د ۳۵ نه ۳۹ ځله په درو ووهل شو او د سزاګانو ورکولو په وخت په سټېډیم کې د طالب چارواکي، مذهبي او ځايي او په ګڼ شمېر کې تماشبین ناست وو.

ریاض وویل ځېني سزا شوي کسان به په قېد کې هم وخت تېروي.

د طالبانو خبري ادارې وویل د زابل ولایت په مرکز قلات کې پېنځه سړي او دوه ښځې د ناجایزو تعلقاتو، غلا او د نورو مبینه جرمونو په سر د ګڼې ګوڼې په ځای کې په درو ووهل شو.

یوه هفته مخکې په افغانستان د بیا واکمنېدو نه پس په لومړي ځل یو تن ته په یوه غونډه کې د مرګ سزا ورکړه. د طالبانو ترجمان وویل د قصاص سره سم مبینه قاتل د مقتول پلار په ډزو ووژلو.

په فراه ولایت کې د دغه تن ته د مرګ سزا ورکولو په موقع د طالبانو ګڼ شمېر لوړ رتبه چارواکي موجود وو او د دغه عمل په نړیواله کچه غندنه وشوه.

په کابل کې د امریکې موقتي سفارتکارې کېرن ډېکر په یو ټویټ کې وویل چې عدالتي بهیر ته د لوبو مقابلو په څېر کتل د انساني وقار او د ټولو افغانانو د حقونو خلاف ورزي ده.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد په خپلو سزاګانو تنقید رد کړی او دا يې د اسلام بې احترامي او د افغانستان په داخلي چارو کې مداخلت بللی.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG