لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قطر کې د طالبانو دفتر بندېدو به په افغانستان کې امریکایي اهدافو ته زیانونه ډیر وي


د امریکا د څېړنې یو ادارې (سټیمسن سنټر) په خپلې یوې تازه څېړنه کې ویلي دي، په دوحه کې د طالبانو د دفتر تړل به د سولې خبرو اترو ته زیان ورسوي.

د یادې ادارې دوو څېړنکارانو سمیر لالواني او سټیون ټنکل پدغې څېړنه کې دا خبره په ګوته کړې چې د صدر ډانلډ ټرمپ اداره او امریکايي پوځي چارواکي غواړي چې د جګړې له لیارې لومړی طالبان کمزوري کړای شي او بیا د سولې خبرو اترو ته مجبوره کړای شي.

دوی وايي، که چېرې امریکايي تګلاره همدا وي نو د قطر د دفتر ارزښت یا اهمیت اوس هم ډیر دی ځکه له دې لارې له طالبانو سره سیاسي اړیکې نیول کیږي.

څېړنکاران وايي د دفتر تړل یو شمېر زیانونه هم لري.

لومړی دا چې په پوځي تګلارې په افغانستان کې د سولې هدف ترلاسه کولو باندې فشار زیاتیږي.

دوهم، د طالبانو د سیاست لیارې کمزوې کوي.

دریم، د سیمې په هېوادونو د امریکا انحصار زیاتوي.

څلورم، د سیمې هېوادونو ته لاره جوړوي چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د سولې روانو هڅو ته زیان رسوي.

پنځم، د افغانستان په سیاسي بهیر کې به د سیمې د هېوادونو کنټرول زیات شي.

په راپور کې دا خبرې په ډاګه شویدي چې د طالبانو د دوحه دفتر د تړلو تاوانونه زیات او ګټې یې کمې دي.

د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو اترو لپاره د دفتر په اړه د منځګړي هېواد په تکل کې دی.

پدې وروستیو کې امریکا، افغانستان، چین او پاکستان له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه غونډه په عمان کې شوې وه او داسې راپورونه هم خپاره شوي وه چې عمان طالبانو ته د دفتر ورکولو وړاندیز کړی.

افغان چارواکي وايي، پدې اړه افغان ولسمشر اشرف غني په روانه اونۍ کې د اندونیزیا د حکومت له یوه پلاوي سره خبرې هم کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG