لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دطالبانو حکومت وايي دپاسپورټونو جوړولو له لارې یې پینځه کروړه ډالر ترلاسه کړي


د وي او ای اردو د رپورټ له مخې دطالبانو حکومت دپاسپورټ جوړولو په مد کې د پینځوؤ کروړو ډالرو ترلاسه کولو ترڅنګ دتیر یو کال پرمهال افغانستان ته دراغلیو ۴۱۰۰ بهرنیو وګړو نه د ویزې دفیس په مد کې هم ۱۰لکه ډالر ترلاسه کړي دي
د وي او ای اردو د رپورټ له مخې دطالبانو حکومت دپاسپورټ جوړولو په مد کې د پینځوؤ کروړو ډالرو ترلاسه کولو ترڅنګ دتیر یو کال پرمهال افغانستان ته دراغلیو ۴۱۰۰ بهرنیو وګړو نه د ویزې دفیس په مد کې هم ۱۰لکه ډالر ترلاسه کړي دي

افغان طالبانو چارواکي وایي تیرکال په اګست کې دطالبانو لخوا واک ته له رسیدو راپدیخوا تر اوسه افغان وګړو ته دطالبانو دحکومت له لوري تر اوو لکو زیات پاسپورټونه ورکړل شوي چې له دې لارې دطالبانو حکومت نزدې پینځه کروړه ډالر عواید ترلاسه کړي دي.

د طالبانو دپاسپورټونو دڅانګې مرستیال مشر شیرشاه قریشي د نهې، سه شنبې، په ورځ کابل کې رسنیو ته ویلي دوئ دا مهال د ورځې څلور زره پاسپورټونه خلکو ته ورکوي اؤ هڅه یې ده چې دا شمیر ۱۰ زرو ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې دطالبانو د واکمنۍ نه ویریدلي،د ولږې اؤ بې وزلۍ سره مخ په لکونو افغانان له خپل هیواده وتلي دي اؤ ګڼ نور د وتلو په هڅه کې دي.

امریکایي حکومت پروسکال یو لک اؤ ۲۰زره افغان وګړي له دغه هیواده ویستلي وؤ اؤ دامریکې دامیګریشن دځانګړو پروګرامونو له له امریکا غواړي په زرګونو په زرګونو اضافي افغان وګړي پخپله خاوره کې ځائ کړي.

دملګرو ملتونو دکډوالو د ادارې د رپورټ له مخې د طالبانو واک ته له رسیدو وروسته یوازې په څو میاشتو کې دیوې اندازې له مخې قابو پینځه لکه افغانان له خپل هیواد څخه وتلي دي.

دطالبانو حکومت د روغتیا اؤ تعلیم له څانګو پرته په نورو برخو کې ښځې له کار کولو منعې کړې دي اؤ دشپږم صنف نه پورته یې د جینکو په زده کړو هم بندیز لګولی دی خو طالب چارواکي وایي دوئ ته که ښځو دپاسپورټ لپاره مراجع کړې ده اؤ که سړو ، ټولو ته یې یو شان پاسپورټونه ورکړي دي.

د وي او ای اردو د رپورټ له مخې دطالبانو حکومت دپاسپورټ جوړولو په مد کې د پینځوؤ کروړو ډالرو ترلاسه کولو ترڅنګ دتیر یو کال پرمهال افغانستان ته دراغلیو ۴۱۰۰ بهرنیو وګړو نه د ویزې دفیس په مد کې هم ۱۰لکه ډالر ترلاسه کړي دي.

د رپورټ له مخې دپاسپورټ اؤ ویزې په برخو کې ترلاسه کړې امدني یا عواید دطالبانو دحکومت دکال۲۰۰۲م دبودیجې چې نزدې دوه اربه ډالره ده، یوه وړه شان برخه ده.

بل لوري ته څېړونکي وایي چې طالبانو ته هیواد کې د درغلیو مخه نیول یوه ستره ننګونه ده اؤ په ځانګړي ډول دا مهال دګمرکونو اؤ پاسپورټ په څانګو کې د بډو اؤ رشوتونو اخستل کیدو شکایت عام دی.

پاکستان کې دامریکې ویزې لپاره درخواست ورکوې یوې افغانۍ میرمنې فرزانې دخپل بشپړ نوم نه ښودلو په شرط ویلي هغې دپارسپورټ ترلاسه کولو لپاره اته سوه ډلر رشوت اؤ کمیشن ورکړی دی.

همدا شان دوؤ نورو افغان وګړو هم چې په دې وروستیو کې دافغانستان نه پاسپورټونه ترلاسه کړي، ویلي دي چې هغوئ نه هم رشوتونه اخستل شوي دي.

خو دپاسپورټونو دڅانګې مرستیال مشر شیرشاه قریشي بیا وایي "مونږ د۳۵۰نه زیات کسان د رشوتونو په تور نیولي چې هغوې کې په لسګونو )دپاسپورټ محکمې) مامورین دی"

د رپورټ له مخې دا مهال په ګڼ شمیر افغانان دهیواد نه د وتلو ته لیواله دي اؤ طالب چارواکو دې لړ کې د ۲۰ لکو نوؤ افغاني پاسپورټونو دکتابچو چاپولو پلان پروژې ته غوڅ شکل ورکړی دی.

چارواکي وایي هیواد کې دچاپه خانو دکمي له امله طالبانو لتهیانا کې دنوؤ پاسپورټونو تیارولو لپاره دملګرو ملتونو نه مرسته غوښتې ده.

په دې لړ کې دافغانستان کې دملګرو ملتونو دامدادي مشن د ویاند دنظر اخستو هڅه وشوه خو بریالۍ نه شوه.

شیرشاه قریشي دا هم ویلي چې" په نوؤ پاسپورټونو به د جمهوریه لوګو یا نخښه وي"

دا په داسې حال کې ده چې تیر کال داشرف غني دحکومت ړنګولو وروسته طالبانو په افغانستان کې دخپل حکومت یو کال موده پوره کړې ده خو په دې یو کال کې دطالبانو حکومت دنړۍ هیڅ یو هیواد په رسمیت نه دی منلی.

طالبانو په واک کې له راتلو وروسته دافغانستان اساسي قانون ناچله ګرځولی اؤ ددې ترڅنګ یې دافغانستان دملي بیرغ پرځائ خپل سپين بیرغ معرفي کړی چې دپاسه پرې کلیمه طیبه لیک ده.

دافغانستان دبهرنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي امریکا غږ ته ویلي "ترڅو چې دطالبانو حکومت په نړیواله کچه ونه منل شي ،هغوئ نوي پاسپورټونه نه شي معرفي کولی"

سږکال ۲۰۲۲م کې دپاسپورټونو نړیواله درجه بندۍ کې دافغانستان پاسپورټ دنړۍ تر ټولو کمزوری پاسپورټ معرفي کړل شوی دی چې په دې پاسپورټ دنړۍ یو هیواد ته هم له ویزې پرته دننوتلو اجازه نه شته.

(د وي او ای اردو په مننه)

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG