په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف بيان "د خپلې زمه وارۍ نه تېښته ده او د خپلې ناکاميو توجيه کول دي". خواجه اصف تور لګولی وو، په "پاکستان کې د ترهګرۍ منبع (سرچینه) په افغانستان کې ده" او کابل د وسله والو د مرکزونو په اړه معلومات لري خو په دې اړه يې څه پرمختګ نه دی کړی او وسله وال په ازاده د پاکستان خلاف فعالیتونه کوي.
د طالبانود کنټرول لاندې د افغانستان ملي رېډيو ټيلي ويژن سره په خبرو کې ذبیح الله مجاهد د پاکستان د دفاع وزير بيان "بې بنسټه بللی" او زياته کړې یې ده، افغانستان خپله ستونزې لري او مشکلات یې ګاللي دي.
هغه ويلي، "دلته (افغانستان) د ستونزو منبع بلل غلطه خبره ده، د خپل مسوليت نه تېښته ده او د خپلو ناکامیو توجيه کول دي".
مجاهد زیاته کړې، "که د پاکستان هدف د هغو د طالبانو تحریک (تحریک طالبان پاکستان) وي نو هغه خو شل کاله هلته موجود وو جګړه یې کړې ده هغه خو د دوی خپله ستونزه ده، او که امنیتي ستونزې لري هغه خو د دوی د کورنيو موضوع برخه ده دا په افغانستان پورې تړل ناانصافي هم ده او غلطه هم ده مونږ یې ردوو".
د طالبانو وياند ویلي، "داسې تورونه بايد ونه لګي، اصلي د ستونزو حل بايد په خپل کور کې ولټول شي".
خواجه اصف په اېکس (پخواني ټويټر) پوسټ کې دعوه کړې، "په افغانستان کې د ترهګرو ځالې معلومې دي"، هغه په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د نوم يادولو بغېر ويلي، "هغوی د ترهګرو په ځالو خبر دی او د هغې باوجود د هغوی خاوره د پاکستان خلاف په ازاده توګه استعماليږي".
د پاکستان د دفاع وزیر دا تازه تور په داسې وخت کې لګولی چې په 26م مارچ د خېبرپښتونخوا په شانګله سيمه کې په يو قافله ځانمرګي بريد کې د چينايي وګړو ګاډی په نخښه شوی، پينځه چينايي اينجينيران او پاکستانی ډرايور یې پکې وژل شوي وو.
پاکستان تور لګولي تحریک طالبان پاکستان ډله په افغانستان کې شتون لري او د پاکستان خلاف حملې کوي.
بشام کې په چينايانو ترسره شوی بريد څخه تحریک طالبان پاکستان د لاتعلقۍ ويلي وو. د ياد بريد زمه واري تراوسه پورې چا نه ده منلې.
پاکستان د روانې میاشتې په 18مه نېټه د افغانستان په پکتيکا او خوست کې د جنګي الوتکو د لارې د ترهګرو په نخښه کولو دعوه کړې خو طالبانو دغه بريدونه غندلي او ویلي يې وو، په بريدونو کې اتنه تنه ښځې او ماشومان وژل شوي وو.
پاکستان په افغانستان کې بريدونه وروسته له هغې کړي چې په 16م مارچ د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعې شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د پوځ په یوه پوسته یو ستر خونړی برید شوی، دوه لوړپوړي پوځي افسران او پینځه عسکر پکې وژل شوي وو.
Forum