لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: طالبانو د اسټريا ‏‎ 84‎‏ کلن بندي تن خوشی کړی


Released Taliban hostage and Austrian national Herbert Fritz speaks with the media after disembarking from a plane, in Doha, Qatar, Feb. 25, 2024.
Released Taliban hostage and Austrian national Herbert Fritz speaks with the media after disembarking from a plane, in Doha, Qatar, Feb. 25, 2024.

(اېسوسي اېټډ پرېس)‏

د اسټريا ‏‎84‎‏ وګړی چې تېر کال په افغانستان کې نيول شوی، په افغانستان کې واکمنو طالبانو خوشی کړی دی، د اسټريا حکومت د دغه تن د خوشي کېدو ‏ويلي دي.‏

د اسټريا د بهرنيو چارو وزارت د اتوار/يکشنې په ورځ ویلي، ياد تن چې هيربرټ فريټز نوميږي د افغانستان نه د قطر دوحې ته رسېدلی دی.‏

د اسټريا د بهرنيو چارو د وزارت ویاند اې پي خبري ادارې ته ویلي، دغه تن په کابل کې نيول شوی وو.‏

اسټرين چانسلر کارل نيهېمر په اېکس (پخواني ټویټر) د قطر د امير شېخ تميم بن حماد الثاني مننه کړې چې د افغانستان د زندان څخه یې د اسټرين وګړي ‏په خوشي کولو کې کلک مرسته کړې ده.‏

د قطر د بهرنيو چارو د اسټرين وګړي په خوشي کولو په افغانستان کې د "عبوري حکومت" مننه کړې ده.‏

ويل شوي، د اسټريا يوې ورځپاڼې (ډيرسټېنډرډ) تېر کال خبر ورکړی وو، چې د اسټريا کوم وګړی په افغانستان کې نيول شوی هغه د يوانتهايي ښي اړخه ‏‏(نېشنل ډيموکرېټک) ګوند باني غړی وو په کوم ګوند چې په ‏‎1988‎‏ کې بنديز لګول شوی وو.‏

ويل شوي، دغه تن په يوه مجله کې د "طالبانو سره رخصتۍ" په سرخط يو مضمون ليکلی او خپور کړی او په افغانستان کې یې د ښه ژوند په اړه ويلي وو ‏خود دغه ليکنې وروسته هغه بيا نيول شوی وو.‏

په خبر کې زياته کړل شوې په دغه تن د جاسوسۍ تور لګول شوی وو.‏

طالبان چې په کال ‏‎2021‎م کې په واک کې راغلي په ښځو یې د کار ځايونو ته تلو، د جينکو د سکول سره یې نور بنديزونه لګولي دي، سره له دې چې د واک ‏اخستو په لومړو ورځو کې یې د اعتدال پسندۍ د واکمنۍ ژمنې کړې وې.‏

د اسټرين وګړي په اړه ورځپاڼې خبر ورکړی، دغه تن خطرناکو ځايونو ته د تلو شوق لري هغه د ‏‎1980‎م په لسیزه کې هم د افغانستان سفر کړی وو او څو کاله ‏وړاندې په شام کې هغه ځای ته هم ورغلی چرته چې کردانو د داعش پرضد جګړه کړې وه.‏

د اسټريا چارواکو ویلي، فريټز د تېر کال مې په میاشت کې افغانستان ته رسېدلی خو دا نه دی ویل شوي چې هغه په افغانستان کې چرته نیول شوی وو.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG