لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو د واکمنۍ درې کاله، د خبریالانو تنظیمونه: د رسنیو د ازادۍ فضا نوره هم تنګه شوې


د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ تنظیم او د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د واکمنۍ د درې کاله پوره کېدو په مناسبت په جلا رپوټونو کې د افغان خبریالانو او رسنیو حالت ارزولی او ویلي یې دي چې په تېرو درو کلونو کې هرکال پر خبریالانو او رسنیو باندې محدودیتونه لا زیات شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ تنظیم په خپل رپوټ کې ویلي، طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو سره سم پر خبریالانو او رسنیو باندې سخت محدودیونه لګول پیل کړل چې وایي لا هم دوام لري:

"ددغو محدودیتونو، سنسر او اقتصادي ستونځو له امله ډېرې رسنۍ بندې شوې او کم شمېر چې لا هم فعالې دي د هرې ورځې په تېرېدو له سنسر او محدودیتونو سره مخ کیږي".

په دې رپوټ کې ویل شوي د طالبانو د واکمنۍ د درو کلونو په تېرېدو پر ښځینه خبریالانو باندې د طالبانو د حکومت محدودیتونه له کاره د هغوی د منع کیدو تر حده رسېدلي او هم د خبریالانو څار، اذیت، جلاوطني، ګواښل او په زندان کې اچول لا هم دوام لري.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ تنظیم په ټینګار سره ویلي چې طالبانو ریښتینو معلوماتو ته د خبریالانو لاسرسی له پامه غورځولی او ویلي یې دي، "طالبان د عمومي افکارو او ټولنیز ذهنیت د کنټرول لپاره له درو کړنلارو کار اخلي: سخت سنسر، سیاسي تبلیغات او د عمومي افکارو د چاپیریال زهرجن کول".

ددغه رپوټ له مخې خبریالان او رسنۍ ددې حق نه لري داسې یوې مسئلې ته په خپلو خپرونو کې ځای ورکړي چې ددغې ډلې د واکمنۍ خلاف ګڼل کیږي. پر دې سربېره خبریالان د طالبانو له اجازې او رضا پرته د معلوماتو د خپرولو حق نه لري:

"طالبان د رسنیو مدیرانو او یا ځانګړو خبریالانو ته زنګ وهي، هغوی خپلو دفترونو ته غواړي او نه یواځې د خپرو شویو معلوماتو د لرې کولو غوښتنه کیږي، بلکې هغوی ګواښوي او خبرداری ورکوي چې په راتلونکي کې داسې څه خپاره نه کړي".

په دې رپوټ کې دا هم ویل شوي چې طالبان پر عمومي افکارو باندې د اغیز اچولو لپاره "ګمراه کوونکي یا متعصبانه معلومات" خپروي او د امنیت او اقتصادي ودې په برخو کې مبالغه کوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز هم په هیواد د رسنیو د حالت په اړه په خپل رپوټ کې ویلي، د رسنیو په ځانګړي ډول د ازادو رسنیو خلاف د طالبانو د حکومت رسمي چلند یو ډول نه دی. د افغان خبریالانو مرکز د اګست پر 13مه په خپل رپوټ کې ویلي:

"په تیرو دوولسو میاشتو کې له رسنیو او ازادو خبریالانو سره د سخت چلند یوه نخښه رسنیو ته د کړنلارو او لارښودونو د صادرولو دوام وو. طالب چارواکو رسنیو ته لږ تر لږه درې تازه لارښودونه صادر کړي دي".

رپوټ وایي په دغو لارښودونو کې د "ملي شناخت" د ساتلو لپاره له ژبې د استفادې او د کلیمو کارول، په کندهار کې د رسمي او غیر رسمي غونډو د عکس او ویډیو له جوړولو منع کول او په خوست کې په رېډیویي او ټیلویژني خپرونو کې له ښځو او نجونو سره د ټیلیفوني اړیکو د نیولو محدودیت هم شامل دی.

ددغه رپوټ پراساس طالب چارواکو د خپلې واکمنۍ په لومړي او دویم کلونو کې رسنیو او خبریالانو ته لږ تر لږه 14 کړنلارې صادر کړې وې او د عملي کولو لپاره یې له هېڅ ډول هڅې او فشاره ډډه نه ده کړې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي دغه کړنلارې چې قانوني بنیاد یې نه دی تعریف شوی او ځینې مواد یې مبهم دي، ډېری برخې یې په ملي رېډیو او ټیلویژن کې د ښځو د کار د منع کولو، د لاریونونو د خبري پوښښ د مخنیوي، د موسیقۍ د نه خپرولو، په رسنیو کې د ښځو د پوښښ او د هغوی د ځای توپیر، له ښځو سره د نارینه‌ وو یا له نارینه‌ وو سره د ښځو د مرکو منع کولو، په ډرامو او فلمونو کې د ښځو ښکاره کولو، د طالبانو له مخالفینو او ناقدینو سره پر مرکو بندیز شامل دی.

وایي په افغانستان کې د نړیوالو رېډیوګانو او ټیلویژنونو د خپرولو منع کول، پر طالب چارواکو د نیوکو کولو منع کول، په رسنیو کې د ښځو غږونو خپرول یا په ځینو ولایتونو کې له ښځو سره پر ټیلیفوني اړیکو بندیز لګول او له بهرنيو رسنیو سره همکاري نه کول هم په دغو کړنلارو کې شامل دي.

دغه مرکز پر افغانستان باندې د طالبانو د درېیم کال د واکمنۍ په موده کې د ګواښونو او نيولو په ګډون د رسنيو او خبريالانو د ازادۍ د سرغړونې 181 پېښې ثبت کړي چې ددغې ډلې د دویم کال واکمنۍ په نسبت زیاتوالی ښیي:

"په دې موده کې د څلورو رسنیو په موقتي توګه له څو ساعتونو تر یوې اوونۍ او څو میاشتو پورې تړلو په ګډون د ګواښونو 133 پېښې او د څلورو نورو رسنیو دایمي تړل، او د ځینو رسنیو د نشریاتو د جواز معطله کول او له نوي کولو انکار او د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د نیولو 48 قضیې شاملې دي چې پکې دوه خبریالان لا هم په بند کې دي".

له دغو محدودیتونو سره سره د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د طالبانو د واکمنۍ د درېیم کال په موده کې پر خبریالانو او رسنیو د هدفي بریدونو او یا هم خبریالانو ته د قصدي زیان رسولو کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

په دې رپوټ کې په افغانستان کې د رسنیو د ناسم اقتصادي حالت او له هیواده د رسنیو د کارکوونکو د وتلو دوام ته هم اشاره کړې ده.

د رسنیو د ازادۍ په برخه کې د بې پولې خبریالانو تنظیم (آر ایس ایف​) د 2024 کال په فهرست کې افغانستان په 280 هیوادونو کې 178 ځای خپل کړی دی. په تېر 2023 کال کې دا هیواد د مطبوعاتو د ازادۍ په فهرست کې په 180 هیوادونو کې 152 ځای نیولی وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG