لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو وايي په مزار شریف کې یې د داعش ګڼ شمېر وسله وال وژلي


په نهم مارچ هم د بلخ په مرکز مزار شريف کې د طالبانو د ګورنر په دفتر کې دننه چاودنه شوې چې په کې د ګورنر داود مزمل په ګډون درې کسان وژل شوي وو
په نهم مارچ هم د بلخ په مرکز مزار شريف کې د طالبانو د ګورنر په دفتر کې دننه چاودنه شوې چې په کې د ګورنر داود مزمل په ګډون درې کسان وژل شوي وو

په افغانستان کې واکمنوطالبانو دعوه کړې چې د بلخ ولايت په مرکز مزار شریف کې یې د داعش پرضد عملیات کړي او د ډلې ګڼ شمېر وسله وال یې وژلي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په ټويټر ویلي، تيره شپه د بلخ د مرکز مزار شریف په پينځمه، شپږمه او اتمه ناحیه کې یې د داعش په پټنځايونو عمليات کړي دي.

مجاهد د داعش د ګڼ شمېر وسله والو د وژلو دعوه کړې خو شمېره یې نه ده ښودلې او ويلي یې دي د وژل شوو کسانو څخه وسلې او مهمات ترلاسه شوي او په عملیاتو کې يو طالب ژوبل شوی دی.

د داعش لخوا په سمدستي توګه د دغو عملياتو په اړوند کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

په 11م مارچ په مزار شريف کې يوه چاودنه شوې چې په کې يو تن وژل شوی او د پینځه خبريالانو او درې ماشومانو په ګډون په کې اته تنه ټپيان شوي وو.

د طالبانو د کورنيو چارو د وزارت وياند عبدالنافع ټکور ويلي وو، د مزار شریف د دویمې حوزې سره اړونده د اهل تشيع په تبيان فرهنګي مرکز ماين کې دا چاودنه شوې ده.

داعش د دغه بريد زمه واري منلې وه.

په نهم مارچ هم د بلخ په مرکز مزار شريف کې د طالبانو د ګورنر په دفتر کې دننه چاودنه شوې چې په کې د ګورنر داود مزمل په ګډون درې کسان وژل شوي وو.

د راپورونو ترمخه د دغه بريد زمه واري هم داعش منلې وه.

د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د امریکا د سنټرل کمانډ (سېنټکام) مشر جنرال مایکل کوریلا د امریکې قانون سازانو ته ويلي وو چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او د داعش د افغان څانګې چې داعش-خراسان ډلې په نوم پېژندلی کیږي د خال خال نښتو باوجود، داعش خراسان ترهګره ډله دې ته نزدې شوې چې خپله جګړه د افغانستان د سرحداتو نه بهر پراخه کړي.

جنرال کوریلا وویل "هغوی په بهر کې د امریکې یا مغربي مفاداتو په ضد د شپږو میاشتو نه په کمه موده کې، خارجي عملیات کولی شي، بغیر د کومې خبردارۍ نه".

د سېنټکام دغه کمانډر زیاته کړه، "قوي احتمال" موجود دی چې د داعش-خراسان ډلې کسان دې په ایشیا او یا هم یورپ کې د مغربي ملکونو یا امریکې په مفاداتو حمله وکړي. مګر جنرال کوریلا دا هم وویل چې د داعش-خراسان ډلې دپاره به پخپله د امریکا په خاوره کې دننه حمله کول "ډېره ګرانه" وي.

د تېر دسمبر په میاشت کې د افغانستان په شمال ختيځ ولايت بدخشان کې په چاودنه کې د بدخشان دپاره د طالبانو د پولیس مشر مولوي عبدالحق ابوعمر په ګډون درې تنه وژلي شوي وو.

هغه وخت هم ويل شوي وو چې د دغه بريد زمه واري داعش منلې وه.

طالبان دعوه کوي چې د کله نه په واک کې راغلي په افغانستان کې یې امنیت ټینګ کړی خو وخت په وخت پرې چاودنې او بريدونه کيږي او دغه پېښې په کابل هم شوي چې د زیاترو زمه وارۍ پکې داعش منلې دي.

طالبان بيا وخت په وخت د داعش د وسله والو د وژلو دعوې هم کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG