لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان:  د کابل په ځانمرګي بم چاودنه کې  پېنځه کسان وژل شوي


د روېټرز خبري ادارې ترمخه د کابل د طالبان د پولیس ترجمان خالد ځدران وویل چاودنده د مازدیګر شا او خوا څلور بجې وشوه
د روېټرز خبري ادارې ترمخه د کابل د طالبان د پولیس ترجمان خالد ځدران وویل چاودنده د مازدیګر شا او خوا څلور بجې وشوه

د افغانستان سر ښار کابل کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د خارجه وزارت سره نژدې ځانمرګي بم چاودنه شوي او د طالبانو د پولیس ترجمان ویلي په چاودنه کې ۲۰ نه بلکې پېنځه کسان وژل شوي دي.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه د طالبانو د کابل پولیس ترجمان خالد ځدران وویل په چاودنه کې د وژل شویو کسانو رسمي او کره شمېره پېنځه ده.

د دې نه وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو د وزارت چارواکي استاد فریدون روېټرز خبري ادارې ته په چاودنه کې د ۲۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

فریدون ویلي وو ځانمرګي حمله کونکي غوښتل چې خارجه وزارت ته ور ننوځي خو ناکامه شو. هغه ویلي وو په چاودنه کې ګڼ شمېر کسان زخمیان شوي هم دي.

د وي او ای ډیوه دپاره ممکنه نه وه چې واضحه کړي چې فریدون د کومو معلوماتو په بنیاد په چاودنه کې د ۲۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و چې اوس يې پولیس تردید کوي؟

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، د طالبانو د اطلاعاتو نایب وزیر مهاجر فراحي ویلي وو چې د چین یو وفد د شورو، چهارشنبې، په ورځ خارجه وزارت ته تلونکی و خو دا نه ده معلومه چې ایا د چاودنې په وخت چینايي پلاوی په وزارت کې موجود و او که نا؟

تېره میاشت د کابل په یو هوټل حمله کې پېنځه چینايي شهریان زخمیان شول.

په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس داعش خراسان ډلې په هېواد کې د یو شمېر خونړیو حملو ذمه واري منلې ده.

په دغو حملو کې په کابل کې د روس په سفارتخانه، د پاکستان په سفیر او په هغه هوټل حملې هم شاملې دي چې زیاتره پکې چینايان پاتې کېدل.

د کابل د طالبانو د پولیس ترجمان خالد ځدران وویل د شورو، چهارشنبې، په ورځ کابل کې چاودنده د مازدیګر شا او خوا څلور بجې وشوه.

په سمدستي ډول داسې څه معلومات مخې ته نه دي راغلي چې په کابل کې د ورستۍ حملې ذمه واري چا په غاړه اخیستې او که نا؟

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG