د افغانستان په شمال ختيځ ولايت بدخشان کې چاودنې د بدخشان دپاره د طالبانو د پولیس مشر په ګډون درې تنه وژلي دي.
په افغانستان د واکمنو طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور امریکا غږ ته ويلي، چې چاودنه د ګل/ دوشنې په ورځ د بدخشان د پولیس د ودانۍ سره نزدې په يو ګاډي کې د ځای په ځای شوو چاوېدونکو موادو د لارې شوې ده.
هغه ویلي، په چاودنه کې د طالبانو د پوليسو ولايتي مشر مولوي عبدالحق ابوعمر په ګډون درې تنه وژل شوي او دوه ژوبل شوي دي.
طالبانو ويلي د پېښې په لړ کې څلور مشکوک کسان يې نيولي دي.
له دې وړاندې طالب چارواکو ويلي وو، په فېض اباد ښار کې دوه چاودنې شوې خو مرګ ژوبله يې نه ده اړولې.
د راپورونو ترمخه د بدخشان ولايت د ننيو چاودنو زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.
په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د زياتو ځانمرګو بریدونو زمه وارۍ داعش خراسان ډلې منلي دي.