لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له شپږو میاشتو واکمنۍ ورستو طالبان غواړي 110 زره کسیزځواکمن پوځ تیار کړي


په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د دفاع موقتي وزیر د افغانستان لپاره د یوسل لس زره کسیز پوځ د جوړولو پلان اعلان کړی دی.

ملا محمد یعقوب په خپله لومړنۍ ټي وي مرکه کې د افغانستان رېډیو ټیلي وژن ته وویل چې د طالبانو مشرتابه د نوي پوځ د جوړولو منصوبه منظوره کړې ده. يعقوب وويل،

"د نوي پوځ لپاره د نوم ليکنې شمېر نږدې 80 زرو ته رسېدلى دى."

هغه زياته کړه، چې د پوځ لس زره عسکرو له پوځي تربیت ورکړی شوی دی.

د تېر اګست له میاشتې راهیسې چې طالبانو واک ترلاسه کړى، د دې ډلې په لیکو کې د جنګیالیو شمېر په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.

د طالبانو د بنسټ ایښودونکي او پخواني مشر ملا محمد عمر چې څو کاله پخوا مړ دی مشر زوی یعقوب، ویلي "مسلکي" افغانان چې په پخواني حکومت کې یې دنده لرله او یا هغه افغانان چې پخواني حکومت د پوځي زده کړو لپاره خارج ته استولي وو هم کولی شي چې په نوي پوځ کې شامل شي.

که څه هم یعقوب یې ردوي خو بهرصورت د بشري حقونو سازمانونو طالبان تورن کړي چې د افغان ځواکونو او پولیسو پخواني غړي تعقیبوي او بیا یې په نښه کوي.

امریکا او د ناټو ایتلافیانو یې په تېرو دوو لسیزو کې د افغان ملي امنیتي ځواکونو په روزنې له 80 بیلینو ډالرو زیات لګښت کړی ؤ، خو تېر کال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته پوځ او پولیس له منځه لاړل.

تمه ده د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی انسپکټر جنرل جون سپکو به راتلونکې میاشت کانګرس ته په دې اړه یو رپورټ ورکړي چې پوځ او ساز وسامان ته څه ور پیښه شوې وه. هغه تېره اوونۍ د وایس اف امریکا افغان څانګې ته وویل چې هغه رپورټونه څېړي چې ګني طالبان په نړیوال بازار کې دغه وسلې خرسوي.

طالبانو د 110 زره کسیز پوځ د تیارولو اعلان په داسې وخت کې کړی چې د تېر اګست په میاشت کې د پخواني حکومت د ړنګېدلو د امریکايي ځواکونو له وتلو او طالبانو د واکمنې شپږ میاشتې پوره کېږي.

له څو میاشتو راهیسې، طالبانو د رسمي نوم په ګډون افغانستان په ډېرو چارو کې بدل کړی دی. تر دې دمه، ډیر بدلونونه د 1990 په لسیزه کې د طالبانو د جوړېدلو کړنو ته د بیرته راستنیدو په توګه لیدل شوي.

په جګړه ځپلي افغانستان کې د طالبانو لاس ته راوړنې په اړه د انټر نېشنل کرایسیس ګروپ مشاور، ګرایم سمیټ، وي او ای ته وویل،

"د موقتي حکومت (طالبانو) تر ټولو لویه لاسته راوړنه د افغانستان په ډیرو برخو کې د امنیت ټینګول دي."

هغه زیاته کړه:

" په جدي توګه د کره معلوماتو نیمګړتیا ده، ممکن ده مونو د ټولو پیښو اړینې شمېرې یا ډیټا نه لرو ، مګر داسې ښکاري چې په تیرو شپږو میاشتو کې د څو لسیزو د مساوي مودې په پرتله تاوتریخوالی کم شوي دی"

د سمیت مطلب دا دی چې پخوا چې به په شپږو میاشتو کې څومره تشدد کیدلو د طالبانو د شپږو میاشتو په موده کې کم شوی دی.

د واک تر لاسه کولو دمخه، طالب جګړه مارو هر کال په زرګونو بریدونو او نښتو کې برخه اخیستې. ملګري ملتونه وايي، یوازې د تېر کال په لومړۍ نیمايي کې د طالبانو په بریدونو کې 699 ملکي وګړي وژل شوي او 1345 ژوبل شوي وو.

ملګري ملتونه البته وس د افغانستان د تازه حال په هکله رپورټ ورکوي چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې امنیتي پېښې 90 سلنه کمې شوې دي.

"د امنیتي پیښو شمیر د اګست له 15 څخه وروستو، په اونۍ کې له 600 څخه تر 100لږو پیښو د پام وړ حده راټیټ شو. شته معلومات ښیي چې له 7430 پېښو څخه 148 ته وسله والې نښتې یعني په سلو کې 98 سلنه کمې شوي، هوایی بریدونه 99 سلنه، له 501 څخه تر 3 پورې, د جوړو شویو چاودیدونکو توکو چاودنې د 1118 څخه 101 ته یعني 91 سلنې، او وژنې 15 سلنې یعني د 424 څخه تر 207 پورې ټېټې شوي”

د واک تر لاسه کولو وروسته د ټولپوښتنې یا ټولټاکنو په ځای ، طالبانو سمدلاسه د افغانستان د اساسي قانون جمهوري نظام په "اسلامي امارت" نفاذ وربدل کړلو، دغه نظام په 2002 کې منظور شوی و و او په ټوله نړۍ کې په رسمیت پیژندل شوی و و.

د افغانستان انتخاباتي ادارې له منځه اوړل شوې، ښځې له ټولو مدني او سیاسي حقونو څخه محرومه کړی شوې او د هېواد درې رنګه ملي بیرغ په ځای طالبانو خپل سپین بیرغ ور ورپولو چې ورباندې لیکل شوي دي:

"له الله پرته بل خدای نشته او محمد صلی الله علیه وسلم یې رسول دی."

د طالبانو مشر ملا هيبت الله اخندزاده په هر څه کې حتمي واک لري، د حکومتي چارواکو او قاضیانو د ټاکلو په شمول هر پریکړه کوي، هغه ته اختیار دی چې ښځو او اقلیتونو ته باید کوم حقونه ورکړل شي او کوم نه، اخندزاده د واک له اخیستو راهیسې نه ولس ته خبرې کړې دي او نه هم په خلکو کې راڅرګند شوی دی.

د افغانستان پخواني وزیر محمد عمر زاخیلوال چې د طالبانو د ډلې له خوا د کابل له نیولو وروسته یې لدغه ډلې د مشرانو سره لیدلي دي وايي، دطالبانو په رژیم کې د احتساب برخه خړه ده.

(دا رپورټ چې اکمل داوي په انګرېزي کې لیکلی تاسو یې نور تفصیل د وي او ای انګرېزۍ په وېب پاڼه لوستلی شئ)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG